د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

په ترکيه کې نوي پوځي مشران وټاکل شول


په چک کې د ترکيې سفير جیهاد ایرګینای د ازادۍ راډيو په مرکزي سټوډيو کې
په چک کې د ترکيې سفير جیهاد ایرګینای د ازادۍ راډيو په مرکزي سټوډيو کې
د ترکیې ولسمشر پرون د ترکیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د هوايي، ځمکنيو او سمندري ځواکونو نوي قوماندانان وټاکل څو د هغو څلورو قوماندانانو ځایونه ډک کړي چې څو ورځې مخکې یې له خپلو دندو استعفی اعلان کړه.

په نویو ټاکنو کې جنرال نجدت اوزل چې مخکې د ترکیې د ځمکني ځواک قوماندان و د ترکیې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه وټاکل شو.

ولسمشر عبدالله ګل دا نوې ټاکنې چې په پوځي عالي شورا کې له څلورو ورځو بحثونو وروسته تایید شول پرون ومنل. دا لومړی ځل دی چې په ترکیه کې ملکي حکومت د ځواکمن پوځ مشرتابه ټاکي.

د ترکيې ولسمشر

په چک جمهوریت کې د ترکیې سفیر جیهاد ایرګینای آزادۍ راډیو ته وویل، دا اقدام ښيي چې په ترکیه کې ډیموکراسي صحنې ته راوځي:

(دااقدام ښيي چې په ترکیه کې ډیموکراسي څنګه پخېږي او څنګه پر پوځي چارو د ملکیانو څارنه پراخېږي.)

د ترکیې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د هوايي، سمندري او ځمکنیو ځواکونو قوماندانانو تېره اونۍ د سلګونو پوځیانو د نیولو او محاکمې په وړاندې د اعتراض په دود له دندو استعفا ورکړه. د پوځ دا صاحبمنصبان تورن وو چې د ترکیې د حکومت د نسکورولو هڅه یې کوله.

ترکیه د ځواکونو د شمېر له پلوه د ناټو دوهم ستر غړی هېواد دی.
XS
SM
MD
LG