د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په کابل کې به د ماریوت په نامه هوټل جوړ شي


په افغانستان کې د هوټل دارۍ په برخه کې د نړېوالې پانګونې په لړ کې د یو امریکایي پانګه وال له خوا د لومړي ځل لپاره د ماریوټ په نامه یو فایف سټار یا د پنځو ستورو یو هوټل جوړیږي.

د ماریوټ په نامه دا هوټل د کابل هوایي ډګر په واټ د مسعود څلور لارې ته څیرمه په شپږو پوړونو کې جوړیږي.

په کابل کې د امریکا سفیر کارول ایکنبیري وویل، چې د دې هوټل له جوړېدو وروسته به نه یوازې د هوټل دارۍ په برخه کې د نړېوالو پانګوالو د جلب زمینه برابره شي، بلکه شاوخوا اووه سوه شپیتو افغانانو ته به کار هم ورکړل شي:

(کله چې دغه پروژه بشپړه شي او د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه افغانستان ته سوداګر او سیلانیان راشي او په ماریوت هوټل کې ځای پرځای شي، نو دغه به نورو امریکایي شرکتونو ته یوه ښه اشاره وي.

هیله مند یو چې د نړۍ ټول شرکتونه په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.)


اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې پانګونه وشي او په واقیعت کې په دغه هېواد کې د دې زمینه برابره شوې.

امریکایي چارواکي وایي، د ماریوټ په نامه دا هوټل به بهرنیو او کورنیو لوړ پوړو چارواکو او میلمنو لپاره عصري خدمتونه وړاندې کړي.

خصوصي سکټور هم په افغانستان کې د هوټل داری په سیستم کې د امریکا د متحده ایالاتونو له پانګونې څخه ملاتړ کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو د نړېوالی کمېټې د چارو مشر اذرخش حافظي په دې اړه وایي:

(دا ډیر ښه زیری دی د بهرنیو پانګوالو لپاره چې راشي دلته شپې سبا کړي.)

مخکې له دې هم په افغانستان کې د بهرنیو لوړ پوړو چارواکو او میلمنو لپاره هوټلونه جوړ شوې، خو ویل کیږې، چې د هوټل داری د عصري سیستم او امنیت نشتوالی هغه ستونزه ده، چې بهرني ملیمانه نه شي کولای په ډاډه زړه په دې هوټلونو کې شپې سبا کړي.

نږدې دوه کاله وړاندې د کابل په سرینا هوټل د وسله والو مخالفینو برید چې یو نارویژی ډیپلوماټ په کې ووژل شو، په بهرنیو میلیونو او افغان چارواکو کې یي په کابل ښار کې د هوټلونو د امنیت په برخه کې اندیښنې را ولاړې کړي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG