د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

مهر څه دی؟ څوک یې ټاکي؟



مصطفوي:۱۹ ښځینه باغونه جوړوو


د ښځو چارو وزارت مرستیاله سیده مژګان مصطفوي وایي، چې سږ کال به دغه وزارت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونو ته ودانۍ دغه راز په بېلابېلو ولایتونو کې نولس ښځینه باغونه جوړ کړي.

د پژواک خبري اژانس د خبر په اساس مېرمن مصطفوي دغه خبره د جوزا په اوومه نېټه د سمنګان د ښځو چارو ریاست د ودانۍ د پرانیستې په غونډه کې وکړه زیاته یې کړه، چې د سمنګان د ښځو چارو ریاست ودانۍ د ښځو چارو وزارت له بودیجې څخه د نهه میلیون افغانیو په لګښت د ایبک ښار په یوه څنډه کې په دوو پوړونو کې په پاخه ډول جوړه شوې ده.



په لوګر کې د نجونو اته ښوونځي وتړل شول

د لوګر ولایت په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې د نجونو اته ښوونځي وتړل شول.

د پژواک د خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه ښوونځي اته ورځې وړاندې وروسته له هغه وتړل شول چې وسله والو کسانو چې ځانونه یې طالبان بلل د دغو ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو ته د مرګ ګواښونه وکړل.

د لوګر د پوهنې رییس عبدالمتین جعفر وویل، چې د ښوونځيو د تړل کېدو موضوع یې د افغانستان له ملي شورا سره شریکه کړې ده او تصمیم لري چې دغه ستونزه د سیمې د قومي مشرانو او مخورو په مرسته اواره کړي او یاد ښوونځي بېرته فعال کړي.



مهر څه دی؟ څوک یې ټاکي؟
او ولې افغان ښځو ته دغه حق نه ورکول کېږي؟


دا هغه پوښتنې دي چې په دې خپرونه کې به یې د روښانه کولو هڅه وکړو، مهر یو مالي حق دی او هغو پیسو یا مال ته ویل کېږي چې ښځه یې د خپل نفس په مقابل کې په خپل مېړه ږدي.

د اسلامي احکامو په اساس د مهر ټیټه اندازه لس شرعي درهمه چې اوس مهال شاوخوا پنځه سوه شپیته افغانۍ کېږي ټاکل شوې ده خو لوړه اندازه یې نه ده معینه او د ښځو خوښي او صلاح ته پرېښودل شوې ده، د اسلامي احکامو له مخې ویل کېږي حسنه واده هغه دی چې مهر په کې تر ټولو لږ وي.

مهر د نکاح پر مهال یا وروسته له واده د ناوې یا د هغې د وکیل له خوا ټاکل کېږي او مېړه مکلف دی چې ښځې ته یې ورکړي، خو په افغاني ټولنه کې لکه څنګه چې د ښځو په نورو حقونو سترګې پټې شوې دي د ښځو په دې مالي حق یعنې مهر هم لومړۍ د ولور په نامه پلار یا ورور خیټه اچوي، که له پلار یا وروره بچ شي بیا مېړه سترګې پرې پټوي یا هڅه کوي چې په بېلابېلو لارو ښځه اړه کړي چې ورویې بخښي.

لکه څنګه چې یادونه وشوه د مهر پیسې ډېر ځله د نجلۍ کورنۍ اخلي نو پوښتنه دا ده چې،

ولې نجونې اعتراض نه کوي؟

ښایي دې پوښتنې ته ستاسو په ذهن کې بېلابېل ځوابونه تېر شي خو یو ځواب یې دا دی چې ګڼې ښځې بې سواده دي او پټې سترګې ساتل شوي دي ، داسې چې په خپلو حقونو هم نه دي خبرې ډېرې ښځې اصلا پوهېږي نه چې مهر څه ته ویل کېږي.

د کابل د کمپنۍ سیمې اوسېدونکې نصیبه وايي، چې د واده پر وخت نه په مهر پوهېده او نه په خپل حقو پلار ځانته ولور پرې واخیست.

نصیبه وایي، که یې پلارد ولور پیسې هغه وخت دې ته ورکړې وای نو اوس چې کونډه ده ښه ګوزاره به یې پرې جوړه وه.

ځينې ښخې بیا له دې امله چې په افغانستان کې زیاتره ودونه د شفاهي نکاح له مخې کېږي او د مهر د اندازې په څېر د واده نور شرایط رسمي بڼه نه لري د مهر د غوښتو زړه نه شي کوي.

د نجراب اوسېدونکې نسیمه وایي، وړه واده شوې مهر یې نه وو تعیین شوې، خو وروسته له واده په شفاهي ډول ورته وویل شول چې ټول کور او دارايي ستا.

د پاملرنې موسېسې له خوا د ښځو د شوراګانو کتونکې زرغونه حسن د هغو عواملو یادونه کوي، چې ښځې مهر نه شي غوښتی یا نه ورکول کېږي.

مېرمن زرغونه حسن وایي، چې که چېرې ښځو ته خپل مهر ورکړل شي دوي کولای شي له اقتصادي پلوه هم ځان او هم کورنۍ وچلوي.

د ښوونې او روزنې پوهنتون د اسلامي علومو د ډیپارټمنټ امر صالح محمد اختر خیل وایي، چې مخکې له اسلامه د جهالت په دوره کې به د ښځې مهر د هغې ولي اخیست، چې نن سبا هم ګڼ افغانان سره له دې چې مسلمانان دي خو د جهالت د دورې خویونه یې نه دي پرې ایښي او د ولور په نامه د خپلې خور لور مهر ځانته اخلي.

لکه څنګه مو چې واورېدل د اسلام له نظره د ښځې په مهر سترګې پټول ناروا دي دغه راز د افغانستان مدني قوانین هم په دې اړه صراحت لري داسې چې د ښځو مهر نه ورکول، پرته د ښځې له اجازې یې مصرفول، یا چا ته بخښل جرم ګڼل شوي دي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

دا اوونیزه خپرونه د همدې پاڼې د ږغ له برخې اوریدلای شئ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG