د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

له پاکستانه په خپله خوښه د افغان مهاجرو ستنیدنه پیلیږي


د ستنيدونکیو افغان کډوال بار لارۍ
د ستنيدونکیو افغان کډوال بار لارۍ
له پاکستا نه د افغان کډوالو د خپلې خوښې د ستنېدو لړۍ چې د ژمي د يخنۍ له امله ځنډېدلې وه، له سره پيل شوه .

دغه نوى پروگرام د هغې لړۍ يوه بله برخه ده چې له تېرو نهو کلونو راهيسې د ملگرو ملتونود کډوالو د ادارې یايو ان اچ سي ار د مرستو پر مټ روانه ده .

د يو ان اچ سي ار چارواکي وايي تمه يې دا ده چې سږ کال به هم په پاکستان کې ميشت په لسگونوزره افغان کډوال د دغه پروگرام په ترڅ کې خپل هیواد ته ستانه شي .

په اسلام اباد کې ددغې ادارې ویاندې دنیا اسلم خان له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې سږ کال یې له بېرته ستنېدونکیو کډوالو سره دنغدي مرستو کچه دپخوا په پرتله زیاته کړې خو زیاته یې کړه چې دوی يوازې له هغو کورنیو سره مرسته کوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ولري :

(پخوا بېرته ستنېدونکیو ته دسړي په سر سل ډالر ورکول کېدل خو داځل به د کورنۍ هر غړي ته چې د مهاجرت کارت ولري یو نیم سل ډالر ورکول کېږي.)

نوموړې وايي له ٢٠٠٢ کال راهيسې تر دريېو ميليونو زیات کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي ، خو دغه لړۍ په دې وروستيو کې په افغانستان کې د امنيتي حالاتو د ترينگتيا له کبله د پيل د کلونو په څېر توده نه ده :

(هغه مهال به په دې مرکزونو کې د بېرته ستنېدونکیو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته وه خو له تېرو دوو درېیو کلونو راهیسې د بېرته ستنېدونکیو شمېر کم شوی او نشو ویلی چې سږکال به څومره بیرته ستانه شي.)

په تېرو کلونو کې دغې ادارې له ستنېدونکو کډوالو سره د ترانسپورتي لگښت لپاره د سړي په سرپه منځني ډول شاوخوا ١٠٠ ډالره مرسته کوله چې اوس یې تر یونیم سلو پورې زیاته کړې،خو کډوال دغه مرستې ناکافي بولي او وايي چې په دې سره ددوی اصلي ستونزې نشي هوارېدی .

جاويد چې له تېرو دېرشوکلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي په افغانستان کې امنيتي ستونزې،بیکاري او دسرپناه نشتوالی هغه عوامل ګڼي چې په وینا یې د بېرته ستنېدو مخه یې نيولې.

د کونړ اوسېدونکی ضياء الرحمان چې غواړي سږکال خپل هیواد ته ستون شي غوښتنه کوي چې یاده اداره باید د بېرته ستنېدونکيو اساسي ستونزې په پام کې نیولو سره دهغو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.

دخزانې کمپ یوتن مشر فضل القدیر وطنیار بیا وايي چې ددغه کمپ شاوخوا دوه نیم زره ټولې کورنۍ هیواد ته ستنېدل غواړي خو زیاتوي چې په هیواد کې دننه دسرپناه نه درلودل دهغوی دبیرته ستنېدو مخه نیولې.

نوموړی وايي که افغان دولت ورسره په دې برخه کې مرسته وکړي ډیر زر به خپل هیواد ته ستانه شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د خپلې خوښې دستنېدو دغه لړۍ چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې يا UNHCR په مالي ملاتړ پيل شوې هرکال د مارچ په لومړۍ نېټه پېلېږي او د اکتوبر تر پایه دوام مومي.

د شميرو له مخې دا مهال يو مليون ۶۰۰ زره راجستر شوي کډوال په پاکستان کې په داسې حال کې ژوند کوي چې په اړه يې د افغانستان – پاکستان او د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر منځ د ۲۰۱۲ کال تر پایه د اوسېدو تړون شوی.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې د دې ترڅنګ يو زیات نور افغانان هم شته چې د کډوالو چارو له ادارې سره ثبت نه دي.

راپور : مجیب الرحمن انګار
XS
SM
MD
LG