د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

عبدالله ولې له انتخاباتو ووت ؟


آیا عبدالله ټاکنې تحریم کړې؟آیا عبداله له ټاکنو انصراف وکړ؟که له ماتې وتښتید؟
آیا هغه درې وزیران، چې عبدالله یې د دندو د ځنډیدو غوښتنه کوله، د دندو پر مهال که د تعویق او په کور د کیناستو پر مهال ښه درغلۍ کولی شوې؟ آیا عبدالله غوښتل هغوې درغلیو ته بیکاره کړي؟که دا یوازې یوه پلمه وه؟

په ټاکنو کې د ګډون په اړه د ډاکټر صیب عبدالله یو شرط د ښه امنیت ټینګول و....په داسې حال کې چې بل شرط یې د کورنیو چارو د وزیر ګوښه کیدل و.... ایا دا غوښتنې له یو بل سره په ټکر کې نه دي؟ ایا دا په دې مانا نه ده، چې ډاکټر صیب هم جمع غواړي او هم ملا نه پریږدي؟

ډاکټر صیب عبدالله ادعا کوي، چې دا ټولې غوښتنې یې په ټاکنو کې د شفافیت له پاره کړې دي، که داسې وي نو ولې د بلخ د والي او پنجشیر د والي نومونه د هغو کسانو په نوم لړ کې نه وو، چې ده یې د ګوښه کیدوه غوښتنه کوله؟

دغو دوو کسانو خو په ښکاره توګه په ټاکنو کې درغلې کړې وې، او له هر چا ډیر په ټاکنو کې په غیر قانوني کړنو تورن وو.

ایا عبدالله رښتیا هم دا شرطونه د شفافیت لپاره ايښي وو، که دا له ماتې څخه تیښته وه؟
آیا ډاکټر صیب عبدالله ته دا ورکړل شوې رایې هم د کرزي ټاکنیز ټیم تقلب کړې وې، که خپله هم په درغلیو کې ښکیل و؟

ډاکټر عبدالله ولې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشرتابه د ګوښه کیدو غوښتنه کړې وه؟ آیا په درغلېو کې هغه ښکیل و، که نوماندان؟ ایا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له همکارۍ پرته د تقلبي رایو موندل او باطلیدل ممکن وو؟

که کمیسیون په درغلیو کې ښکیل و او د کرزي په ګټه یې کار کاوه، نو عبدالله زرګونه رایې چا پټې کړې؟ آیا عزیز الله لودین د تقلب د مخنیوي او رسوا کولو په تور باید له کمیسیون څخه ګوښه شوی وای؟که دا یوازې له ماتې څخه د تښتیدو او پټیدو یوه لاره وه؟

ډاکټر صیب عبدالله، چې د ماتې د منلو توان، وس، ظرفیت نه درلود، نو ولې یې ځان نوماوه؟
د عبدالله ددغو کړنو وروسته د راتلوونکي بحران او کړکیچ مسوول به څوک وي؟

د سلګونو میلیونو ډالرو له لګښت پرته...د هغو کسانو، چې د ټاکنو لپاره یې خپل ژوند، ګوتې، غوږونه او پزې له لاسه ورکړې د هغوي ځواب باید څوک ورکړي؟آیا هغوي د همداسې یوې پایلې په هیله وو؟

راصد ځواک.... له کابل څخه
XS
SM
MD
LG