د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

په دولتي ادارو کې دې له پښتنو سره تعصب ختم شي . صفت


پښتو او دري د افغانستان رسمي ژبې دي او دواړو ته بايد هر اړخيز احترام وشي.

د افغانستان په دولت کې ځينې دري ژبي چارواکي پښتانه وروڼه چې کار يې ورته بند وي ځوروي او له ډير تعصب څخه ورسره کار اخلي.

ځينې وختونه ورسره په خبره هم نه پوهيږي نو د هواري لاره داده چې د يوبل سره بايد له تعصب ډډه وکړي او په دولت کې ټول کارکوونکي بايد په دواړو ژبو وپوهيږي.

په افغانستان دولت کې ټول مکتوبونه عريضې او نور اداري کارونه په زياته کچه په دري ژبه ترسره کيږي نو دې ټکي ته بايد پام وشي او توازون رامنځته شي. دا هم بايد له پامه ونه غورځول شي چې پښتو د افغانستان د اکثریت ژبه ده.

صفت له کابله
XS
SM
MD
LG