د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

ولې ېوازې د دوو کاندیدانو تر منځ دویم پړاو انتخابات؟ صابر


سلام تاسو ته،

په ډیره خواشینۍ سره مې نن سهار ستاسو له راډیو څخه واوریدل چه د انتخاباتو د کمسیون ددارالانشا رییس ویلي چه که انتخابات دوهم پړاو ته ځي داساسي قانون په اساس به ددووهغه کاندیدانو تر مینځ انتخابات کیږي چې پنځوس جمع یو رايې نه وي پوره کړي خو تر نورو یې رايي زیاتي وي .

خو پوښتنه دا ده چې ایا دې ړانده او بې ستر گو قانون دا هم ویلي چې ددویم پړاو انتخابات به ددو هغو کاندیدانو تر مینح کیږي چې په انتخابتو کې پرې دوکه، فراډ، درغلۍ ،تقلب او جعل ثابت شوی وی ؟

دا بې سترگو قانون ددې په عوض چې دوی ته سزا تعیین کړي له صحنې یې وباسي یو بل امتیاز هم جعلکارانو ته قایل شوی، له دی ځایه زمونږ ملت او جهان ته پته لگیږي چې د اتو کلنو په اوږدو کې زموږ په په بې کفایته حکومت کې د اداري فساد او بې شمېره ناخوالو عاملین څوک وو؟
د افسوس خبره ده

مننه
صابر
XS
SM
MD
LG