د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

دا ښه شو چې د موټرو د جواز سیر اخیستل اسان شول - لاجبر علي


زه په دې کار ډېره خوشاله شوم چې د موټرو د جواز سیر اخیستل اسانه شول، یو بل کار هم باید وشي هغه ډېر ګران هم نه دی ، باید موږ ته په خپلو ولایتونو کې ددې زمینه برابره شي چې د نورو ولایتونو د مربوطو موټرو اسناد نوي کړو ، د بېلګې په توګه زه یو کرولا موټر لرم چې په کابل پورې مربوط دی زه یې په جلال اباد کې جواز سیر نه شم نوي کولای ، او کابل ته د تللو وخت او حوصله یې نه شته . .
هېله ده د پاسپورټ د اخیستلو په برخه کې هم ورته اسانتیاوې رامنځ ته شي.

مننه
لاجبر علي ، جلال اباد
XS
SM
MD
LG