د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د كابل په هوايي ډګر كې په تېرو شپږ میاشتو کې ۲۷ قاچاقبران نېول شوي


چارواکي وايي په نېول شویو قاچاقبرانو کې یو شمیر ښځې هم شاملې دي.
چارواکي وايي په نېول شویو قاچاقبرانو کې یو شمیر ښځې هم شاملې دي.

د كابل په نړيوال هوايي ډګركې د سرحدي پوليسوچارواكي وايې چې په دې هوايي ډګركې يې د تلاشۍ پرمختللي وسايل نصب كړي اوقاچاق كوونكي نشي كولاى چې په اسانه بهرته مخدره مواد قاچاق كړي.

د كابل د نړيوال هوايې ډګرد سرحدي پوليسوقومندان جنرال محمد اصف جبارخيل د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته د مخدروموادو د يوشمېر قاچاق كوونكو د ښودلو په مهال وويل چې په تېرو شپږومياشتوكې دوى د دغوعصري وسايلو په مرسته اوه وېشت تنه قاچاق كوونكي نيولي چې د دوو ښځو په ګډون اوه تنه يې بهرنيان دي.

جنرال جبارخيل څرګنده كړه چې قاچاق كوونكي بهرته مخدره مواد تر ډيره په ګيډه كې انتقالوي:
دغوڅلورو شبكود افغانستان له لاری نورو هېوادونو ته مخدره مواد قاچاق كول.


"اکثره کوم مخدره مواد موږ نیولي دي په ګېډه کې یې وي خو قاچاق کوونکي پوه شو نو دوي بیا د بېلابېلو لارو څخه د ځان د خلاصي لپاره لاره پېدا کوي."

د كابل د نړيوال هوايې ډګرد سرحدي پوليسو قومندان وويل چې په دې هوايي ډګر كې پرمختللې كمرې، روزل شوي سپي او نور اليكټرونيكي وسايل لګول شوي چې د قاچاق كوونكو په موندلوكې له دوى سره ډيره مرسته كوي.

دده په خبره دوى په دې هوايي ډګر كې يوسلو پنځلس هغه كسان هم نيولي چې په جعلي پاسپورټونو يا بهرته تلل او يا له بهره افغانستان ته راغلي وو.

په عين حال كې د كورنيو چارو وزارت د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې مرستيال جنرال داود داود څرګنده كړه چې په تېرو شپږو مياشتو كې د مخدرو موادو څلورهغه قاچاق كوونكې شبكې نيول شوي چې بهرته يې مخدره مواد قاچاق كول:

"دغوڅلورو شبكود افغانستان له سطحه فعاليت كاوه د كابل د نړيوال هوايي ډګرله لارې يې هند، عربي متحده اماراتو، چين او نورو هېوادونو ته مخدره مواد قاچاق كول.

دا ډلې له منځه وړل شوي خولاهم ځينې شبكې شته چې په دې برخه فعاليت لري خو د كابل نړيوال هوايي ډګر په ټينګه څارل كيږي او تر كنټرول لاندى دى او هر قاچاق كوونكى چې وغواړي ترې ناوړه ګټه پورته كړي نيول كيږي."


جنرال داود وويل چې بهرته د مخدرو موادو د قاچاق په تور يوشمېرهغه كسان هم نيول شوي چې د امنيتي ځواكونو يونيفورم يې درلودل، دده په خبره د مخدرو موادو د قاچاق په تور د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې اختصاصي څارنوالۍ ته سپارل شوي او قانون به پرې عملي شي.

د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې ځواكونه وايي چې د مخدرو موادو په وړاندې د مبارزې يو شمېر پوليس دا مهال په ځينو بهرنيو هېوادونو كې په روزنه بوخت دي او ډير ژر به څه باندې پنځوس تنه نور هم بهرنيوهېوادونو ته په دې برخه كې د ځانګړو زده كړو لپاره واستول شي.

دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې لاهم افغانستان د نړۍ په سطحه مخدرو موادو د توليد په برخه كې لومړى مقام لري او افغان دولت له همدې امله د نړيوالو له جدي انتقادونو سره مخامخ دى.

په عين حال كې ويل كيږي چې د مخدروموادو يو شمېر قاچاق كوونكي په دې بريالي كيږي چې د كابل له هوايې ډګرڅخه ځينوبهرنيوهېوادونو ته مخدره مواد قاچاق كړي.
XS
SM
MD
LG