د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

چارواکي: ځوانان د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولې شي


د ځوانانو د چارو مرستیال محمد ظاهرغوث وايي ځوانان د سولې لپاره ډېر څه کولی شي
د ځوانانو د چارو مرستیال محمد ظاهرغوث وايي ځوانان د سولې لپاره ډېر څه کولی شي

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتوروزارت د ځوانانو معينيت د شنبې په ورځ په كابل پوهنتون كې د سولې نړیواله ورځ ولمانځله.

د ځوانانو د چارو مرستیال محمد ظاهرغوث په دې اړه جوړې شوې غونډې ته په وینا کې دا ډاډ حرګند کړ، که چیرې ځوانانو ته موقع په لاس ورشي دوی کولی شي د سولې په ټینګښت کې تر بل هر چا زیات مهم رول ولوبوي.

ښاغلي غوث وویل، چې ځوانانو ته باید دا موقع ورکړی شي، چې د خپلو نورو فعالیتونو ترڅنګ د سولې په راوستلو کې هم برخه واخلي.

"كه چيرى ځوانانو ته فرصت په لاس كې ورشي زه ډاډ لرم چې د هيواد په سوكالۍ ، پرمختك او امنيت كې ترټولو مخكې وي .

زه غواړم نړيوالو ته د سولې د نړيوالې ورځې د رارسيدو په مناسبت ووايم چې افغان ځوانان سوله غواړي او په دې برخه كې كار كوي."

د سولې نړیواله ورځ د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو خاص استازی د سولې له سنبول سپینې کوترې سره



په افغانستان کې ددې ورځې د لمانځلو لپاره د یو ښه چاپیریال د رامنځ ته کولو په هدف د روانې میاشتې له پیل نه ملګرو ملتونو، مدني ټولنو، دولتي او نادولتي ادارو ، ماشومانو او ځوانانو په خپل وار سره د سولى لپاره كمپاينونه پيل كړي دي.

خو د شنبې د ورځې د غونډى ګډونوالو چې د كابل پوهنتون د محصلانو سربيره د نظر خاوندانو او ښوونكو هم په كې برخه اخستې وه وويل ، لكه څرنګه چې په افغانستان كې ځونان اكثريت جوړوي نو كولاى شي د سولې په راوستلو كې هم اغیزمن رول ولوبوي.

ددې غونډى يو ګډونوال عثمان وويل كه چيرې دلته ځوانانو ته د زده كړې او كار ښه زمينه برابره شي وارد مخه ورسره سوله هم راتلى شي.

ويل كيږي، چې په افغانستان كې كه ځوان نسل هم په جګړو كې لوى شوی، كه كوچنى دى په جګړو كى زيږدلې اوكه زوړ دى هم ځواني يې په جګړو كې خوړلې نو دوى ټول په يوه غږ وايي چې له جګړو ستړي دي او سوله غواړي.

ملګرو ملتونو هم په افغانستان كې د جګړو له ښكيلو ډلو غوښتي چې د سولې په ورځ دې ډز بندي وكړي .

خو ايا داچې ان د يوې ورځې لپاره به هم د سولې ټنګښت ممكنه وي او كه نه دا به د سولې په ورځ معلومه شي.

XS
SM
MD
LG