د کابل رخسار او د هلمند هیکل د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر میاشت کې زېږېدلي، تېرو ۱۸ کلونو رخسار ته نسبتاً ښه ژوند ورکړی، خو هیکل لا هم ورته سترګې په لاره دی. په دې وېډیويي راپور کې لېمې هادي او الیاس داعي د دواړو ژوند ته کتنه کړې ده.
درې کلنه خاتمه د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ده. پلار یې ویلي وو، هر څوک چې د دغې ماشومې درملنه وکړي، کولای شي دغه ماشومه په فرزندي واخلي. په دې اړه د ازادۍ راډیو له راپور وروسته د سرې میاشتې ټولنه حاضر شوه چې خاتمه د درملنې لپاره هندوستان ته ولېږي. نور د شفیع کریمي په راپور کې.
د احمد مسعود پلار، احمد شاه مسعود د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په نهمه نېټه ، د القاعده شبکې د دوو غړوپه حمله کې چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، ووژل شو. تر هغه دوې ورځې وروسته، القاعده شبکې پر امریکا تروریستي حملې وکړې. نن د امریکا پر متحدو ایالاتو د القاعده د خونړیو حملو اتلس کاله پوره شول.
د عاشورا په ورځ کې د شیعه و د ماتم ورځ یعنې د محرم لسمه ، د وینې د ورکړې او په دې اړه نورمراسم ، پرته له امنیتي پیښو تر سره شول. تفصیل د تمیم اخګر په دغه ویډیويي راپورکې.
دافغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د بنګله دیش په وړاندي سیالي کوي. دا لوبه په تاجکستان کې ترسره کیږي . دا د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ کال د آسیایې جام ته د رسیدو لپاره د افغانستان دوهمه لوبه ده . په لومړۍ لوبه کې چې تیره اونۍ وشوه ، افغانستان له قطر سره لوبه ۰-۶ په وړاندي ماته وخوړه.
په کابل کې د احمد شاه مسعود تلین په داسې حال کې ونمانځل شو، چې دریو چاودنو د ښار نظم ګډو وډ کړ او يو پوځي هم په ډزو ووژل شو. له دغې پېښې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غېر مسوولو وسله کسانو په نیولو لاس پورې کړ.
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخي، په هېواد کې له ۴۵ کلنۍ پورته ۶۰ سلنه وګړي بې سواده دي. د دغه وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې یې د سواد د زده کړې ۵۲۱۹ مرکزونه جوړ کړي دي. شفیع کریمي په کابل کې د سواد د زده کړې یو شمېر مرکزونو ته تللی او راپور یې پرې چمتو کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د ټینګو امنیتي تدابیرو خبره کوي. د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي په یوه ځانګړې مرکې کې ازادي راډیو ته وویل چې د هغوی له پلان سره سم به انتخابات په ښه ډول ترسره شي. له ښاغلي اندرابي سره نسیم شفق په دې هلکه مرکه کړې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، افغان امنیتی ځواکونه وتوانېدل چې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو حملې په شا وتمبوي. له ښاغلي اندرابي سره د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې.
څه باندې دوه لسیزې عمر یې د ښځو د کالیو په اغوستلو تېر کړ او په پای کې پوه شو چې لږه ښځه او ډېر نارینه دی. په جلال اباد ښار کې له عملیاتو وروسته د عادلې د نارینه کېدو خوب په حقیقت بدل شو. شفیع کریمي د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ ته تللی او دغه راپور یې جوړ کړی دی.
د افغانستان د فوټبال ټيم د پنج شنبې په ورځ د قطر په وړاندې مسابقه کوي. قطر د اسيا په سطحه يو له پياوړو ټيمونو ګڼل کېږي. د ملي ټيم لوبغاړي وايي، د قطر په وړاندې په مسابقه کې د وحې توده هوا يوه بله ستونزه ده. په دې اړه نور جزئيات د عصمت څاروان په ويډيو کې
د کابل د قابل بای اوسېدونکي له حکومت غواړي، چې د ګرین ویلیج کمپ دې د اوسېدونې له سیمې وباسي. تمیم اخګر له پېښې دوه ورځې وروسته سیمې ته تللی او له قرباني کورنیو سره یې خبرې کړې، جې دغه تصویري راپور یې چمتو کړی.
نور راوښيه