د عاشورا په ورځ کې د شیعه و د ماتم ورځ یعنې د محرم لسمه ، د وینې د ورکړې او په دې اړه نورمراسم ، پرته له امنیتي پیښو تر سره شول. تفصیل د تمیم اخګر په دغه ویډیويي راپورکې.
دافغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د بنګله دیش په وړاندي سیالي کوي. دا لوبه په تاجکستان کې ترسره کیږي . دا د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۳ کال د آسیایې جام ته د رسیدو لپاره د افغانستان دوهمه لوبه ده . په لومړۍ لوبه کې چې تیره اونۍ وشوه ، افغانستان له قطر سره لوبه ۰-۶ په وړاندي ماته وخوړه.
په کابل کې د احمد شاه مسعود تلین په داسې حال کې ونمانځل شو، چې دریو چاودنو د ښار نظم ګډو وډ کړ او يو پوځي هم په ډزو ووژل شو. له دغې پېښې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غېر مسوولو وسله کسانو په نیولو لاس پورې کړ.
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخي، په هېواد کې له ۴۵ کلنۍ پورته ۶۰ سلنه وګړي بې سواده دي. د دغه وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې یې د سواد د زده کړې ۵۲۱۹ مرکزونه جوړ کړي دي. شفیع کریمي په کابل کې د سواد د زده کړې یو شمېر مرکزونو ته تللی او راپور یې پرې چمتو کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د ټینګو امنیتي تدابیرو خبره کوي. د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي په یوه ځانګړې مرکې کې ازادي راډیو ته وویل چې د هغوی له پلان سره سم به انتخابات په ښه ډول ترسره شي. له ښاغلي اندرابي سره نسیم شفق په دې هلکه مرکه کړې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، افغان امنیتی ځواکونه وتوانېدل چې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو حملې په شا وتمبوي. له ښاغلي اندرابي سره د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق مرکه کړې.
څه باندې دوه لسیزې عمر یې د ښځو د کالیو په اغوستلو تېر کړ او په پای کې پوه شو چې لږه ښځه او ډېر نارینه دی. په جلال اباد ښار کې له عملیاتو وروسته د عادلې د نارینه کېدو خوب په حقیقت بدل شو. شفیع کریمي د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ ته تللی او دغه راپور یې جوړ کړی دی.
د افغانستان د فوټبال ټيم د پنج شنبې په ورځ د قطر په وړاندې مسابقه کوي. قطر د اسيا په سطحه يو له پياوړو ټيمونو ګڼل کېږي. د ملي ټيم لوبغاړي وايي، د قطر په وړاندې په مسابقه کې د وحې توده هوا يوه بله ستونزه ده. په دې اړه نور جزئيات د عصمت څاروان په ويډيو کې
د کابل د قابل بای اوسېدونکي له حکومت غواړي، چې د ګرین ویلیج کمپ دې د اوسېدونې له سیمې وباسي. تمیم اخګر له پېښې دوه ورځې وروسته سیمې ته تللی او له قرباني کورنیو سره یې خبرې کړې، جې دغه تصویري راپور یې چمتو کړی.
د ارزګان ولایت اوسېدونکي محمد قاسم درې ورځې وړاندې اوه کلنه لور د زړه د ناروغۍ له امله له لاسه وکړه. اوس یې درې کلنه لور هم له ورته ناروغي کړېږي او د درملنې اقتصادي توان یې نه لري. شریف الله شرافت د محمد قاسم د کورنۍ د ژوند تریخ وضعیت په اړه دا راپور برابر کړی.
د کابل د قابل بای اوسېدونکي د دي حملې په سهار د ګرین ویلیج د کمپ په وړاندې مظاهره وکړه چې مظاهره په تاوتريخوالي بدله شوه. د پېښې یوشمېر ټپيان په روغتونونو کې دي. تفصیل د تمیم اخګر به راپور کي چي یی ناجیې ساپۍ وراندې کوي
که څه هم د پلخمري اوسېدونکو د دغه ښار پر شااوخوا سیمو د طالبانو له برید وروسته عادي ژوند پیل کړی، خو لاهم د بیاځلي برید په اړه اندېښنه لري. د ازادي راډیو خبریال بشیر احمد غزالي پلخمري ښار ته تللی او د دغه ښار له وضعیتیې وېډیويي راپور چمتو کړی دی.
نور راوښيه