افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپل اختریز پیغام کې وویل، سوله پرته شکه چې کېدونکې ده، خو د ملي يووالي د حکومت په وروستي پړاو کې لويې پرېکړې ناشونې دي. هغه له خلکو وغوښتل چې راتلونکې ولسمشر ته واک ورکړي، څو لویې پرېکړې وکړي. نور حال د واصل وصال په راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
زرګونو کسان سږ کال د حج لپاره له افغانستانه مکې ته تللي دي، نن ماخستن يې په مِنا کې تېر کړ او سبا عرفات ته ځي. تر دوه ملیونه زیات کسان سږ کال حج ته تللي او له افغانستانه په دغو مراسمو کې دېرش زره کسان ګدون کوي. خبریال: شاهپور صابر
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند رحمت الله نبیل له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد په هڅو باور نه لرم. ویډيو: شفیع کریمي او لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي
نوماند رحمت الله نبیل وایي، د سولې په خبرو اترو کې تر ډېره افغان حکومت څنډې ته کړای شوی دی. دی په انتخاباتي مبارزو کې تر ټولو لوی رقیب د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت ساز انتخاباتي ټیم یادوي. ویډيو: شفیع کریمي او لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي
د مخابراتو په تخنیکي موزیم کې هغه ټيلیفون چې ۱۲۱ کاله تاریخي مخینه لري. دا موزیم په ۱۳۷۸ لمریز کال کې د افغانستان د مخابراتو وزارت له لوري جوړ شوی او د اړیکو او ارتباطاتو بېلابېل پخواني وسایل په کې ساتل کېږي. لېمه هادي دغه موزیم ته ورغلې او په دې اړه یې راپور چمتو کړی دی. اېډېټ: لېمه هادي
دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوه چې هدفیې د جلب او جذب قوماندانۍ لومړۍ کمیساري او شپږمه امنیتي حوزه ویل شوې. نور جزئيات د شفیع کریمي په راپور کې. وېډیو او جوړوونکی: شفیع کریمي
ايتالله محسني چې د دوشنبې په شپه د ناروغۍ له امله مړ شو نن د کابل په خاتمالنبيين جومات کې خاورو ته وسپارل شو. مينهوالو او پلويانو يې ورته اوښکې تویې کړې. د ازادي راډیو خبریال تميم اخګر د ښاغلي محسني د جنازې مراسمو ته تللی او وېډيويي راپور يې چمتو کړی.
د دولتي روزنتونونو نشتوالی د فاریاب ولایت بېسرپرسته ماشومانو ته یوه لویه ستونزه ده. اکرام کرم د بېسرپرسته ماشوم حسیبالله د ژوند یوه برخه په دغه راپور کې را اخیستې. وېډیو: اکرام کرم اېډېټ: شفیع کریمي
هغه انجونې او هلکان چې د جوجیستو ورزش کوي د بد اقتصادي وضعیت او د حکومت د نههمکارۍ له امله له اتلولې پاتې دي. لېمې هادي د یوې ورزشکارې د ژوند یوه برخه په دغه راپور کې را اخیستې.
سیتا قاسمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، که طالبان د موسیقۍ د اورېدو حوصله او توان ولري، دا به سندرو ته دوام ورکړي. سیتا قاسمي وايي، په سل زرو ډالرو د نجونو یو ښوونځی جوړوي چې پیسې یې د هنري پروګرامونو له لارې برابرې کړي دي. ویډیو او اېډېټ: تمیم اخګر
په کندز کې د وسله والو غلاوو له زیاتوالي اندېښنې په کندز کې د سرو زرو کاروباریانو د وسله والو غلاوو د ډېروالي له امله لاریون وکړ. ویډیو: اجمل آرین اېډېټ: شفیع کریمي
افغان فلم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کالیزې په رارسېدو سره د دغه هېواد د سینما سل غوره فلمونه نندارې ته ږدي. د ښکلو هنرونو پوهنځی، افغان فلم، ای خانم او نمارسانه سینما په بېلابېلو سیمو کې د نندارچیانو کوربانه دي. نور د تمیم اخګر په وېډیويي راپور کې.
نور راوښيه