نقیب الله، ذبیح الله او د ذبیح الله تنکی زوی عبدالله د روان کال د سرطان د میاشتې په ۲۴مه کله چې د غزني له مرکزه خوګیاڼو ولسوالۍ ته روان وو، د غزني د پیرکه په دښته کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ووژل شول.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته له سفر څو شېبې وړاندې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، کابل تهیې وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک و. په افغانستان کې د ازادي راډیو رئیس سمېع مهدي له ښاغلي خلیلزاد سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په مناسبت، څه باندې سلو ښځو خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړې. شفیع کریمی دغه نندارتون ته تللی او راپور یې چمتو کړی دی. وېډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د بغلان په صبري بڼ کې د بغلان او سمنګان د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون دغه نندارتون ته له سلو زیاتو ښځو په خپل لاس جوړ کړي شیان پلور ته وړي دي. ویډیو: بشیر احمد غزالي اېډېټ: شفیع کریمي
د ارزګان سلکونه اوسېدونکي د ترینکوټ سړکونو ته راوتلي تر څو د سولې غږ پورته کړي. دوی له نړیوالو ټولنې غواړي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي. ویډیو: شریف الله شرافت اېډېټ: شفیع کریمي
۲۶ کلن جمال ناصر د روان کال د اسد د میاشتې په ۶مه د ولسمشرۍ د نوماند محمد اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح په دفتر په برید کې ووژل.
سره له دې چې په افغانستان کې درملنه په عصري توګه کېږي، خو تراوسه هم د کندهار اوسېدونکي له یوناني درملو استفاده کوي. په کندهار ولایت کې له ۴۵ تنو زیان کسان په یوناني درملنې بوخت دي. ویډیو: صادق رښتینی اېډېټ: شفیع کریمي
په کابل کې د ماینونو د کشف مرکز داسې سپیان روزي چې بیا به د ماینونو په پيدا کولو کې مرسته کوي. په دغه ویډیويي راپور کې ګورئ چې دا سپيان څنګه د دغه ستونزمن کار لپاره چمتو کیږي.
د کابل د یکشنبې د ورځې د پېښې یو تن قرباني جمال ناصر چې د دوو لسانسونو درلودونکی و، له خپلو هیلو سره تر خاورو لاندې شو. د ازادي راډيو خبریال شفیع کریمي د پېښې ځای ته تللی او د پېښې څرنګوالی یې انځور کړی دی. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
په افغانستان کې په لومړي ځل د بیرغ د ملي ورځ ونمانځل شوه. دغه ورځ چې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تازه فرمان له مخې د هېواد په تقویم کې ځانګړې شوې، له دې سره د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، له داسې ورځو نمانځل د خلکو تر منځ د یووالي او له هېواد سره د مینې لامل ګرځي. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي
د انتخاباتي کمپاینونو په لومړۍ ورځ وسلهوالو حمله کوونکو په کابل ښار کې د زرغون بهیر پر دفتر حمله وکړه. د زرغون بهیر دفتر د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح پورې اړه لري. شفیع کريمي له نورو جزئیاتو سره. وېډیو او اېډېټ: ذکریا صفري
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو شورا د يوې اعلاميې په استولو سره د افغانستان د 1398 کال د ولسمشرۍ د انتخابات د تحريم ګواښ وکړ. دا شورا له دولسو نوماندانو څخه جوړه ده. د انتخاباتي سياليو او د تحريم د ګواښ د لاملونو په اړه د تميم اخګر په دې ويډيويي راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
نور راوښيه