خادم حسین د یوې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرست و. کورنۍ یې ده ته خورا هیلې لرلې، خو خادم حسین د ۱۳۹۵ د اسد د میاشتې په دوهمه د جنبش روښنایي پر مظاهره په برید کې ووژل شو او د کورنۍ هیلې یې هم ورسره خاورې شوې.
یوه يهودۍ نجلۍ ایوا چې په ۱۹۴۴ م کال کې د هولوکاسټ(د يهودانو ټولوژنې) ښکار شوې وه، د هغې د ژوند کيسې انسټاګرام ته راوړل کېږي. دا پروژه د اوکراين په لووییو ښار کې چمتو کړل شوې. په اړه یې د ازادي راډیو د روسي ژبې ټلویزیون ''کرنټ ټایم'' ویډیو، اسرار عالم مومند وړاندې کوي.
په دې پروګرام کې امید مرزبان له خپلو مېلمنو سره د افغانستان،پاکستان او هند په ټیمونو خبرې کوي. له هغه سره هندی کرکټر هاني ګوري، پخوانی کرکټر او د مشال راډیو ایډیټر داوود خټک او د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزی چې کلونه کرکټ له نږدې تعقیبوي میلمانه دي
په واشنګټن کې د خبریالانو موزیم د ازادي راډیو د ۳ خبریالانو په ګډون د یو شمېر ژورنالیستانو یاد ولمانځه. محریم درانۍ، عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ تېر کال په کابل کې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.
له پخوا راهیسې په اختر کې مشران ماشومانو ته اختری ورکوي. دا چې افغان ماشومان په خپلو اختریو څه پېري په دغه وېډیو کې چې عالم رحمانیار له شبرغان ښاره چمتو کړې ووینئ. اېډېټ: ذکریا صفري
په کابل ښار کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ کابل ښاریان له يوې خونړۍ ورځې وروسته د کوچني اختر لمانځنه کوي. ویډیو او ایډیټ: شفیع کریمي
ټاکل شوې تر راتلونکو درېیو اونیو پورې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته ولاړ شي او هلته د پاکستاني چارواکو سره په يو لړ عملي اقداماتو خبرې وکړي. نور حال د واصل وصال په راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د جون ۳ نېټه د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د بایسکل ځغلونې په نوم نومول شوې ده. د دي اقدام هدف دا دی څو بایسکل ځغلولو سره د خلکو لیوالتیا ډيره شي. پدې ورځ مونږ د بایسکل ځغلونې لپاره تللي یو چې د کابل په لوړو غرونو کې بایسکل ځغلوي. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
مېوې ډېرې خو اخستونکي يې د قیمتۍ له وجهې نشي اخيستلى. د ازادي رادیو خبریاله لېمه هادي کابل ښار تللې او په دې اړه یي راپور برابر کړی دى. ویدیو او ایډیټ: لېمه هادي
طالبانو په هلمند کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د سولې د ولسي حرکت څلور غړي نیولي دي. د دې حرکت غړي د یکشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو پرلور وخوځېدل څو خلک سولې ته راوبولي. د سولي د ولسي حرکت وايي چې غړي یې د سلا مشورو په مقصد ناڅرګند لوري ته بیولي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د دفتر پر یوه کاسټر موټر یو چسپکي ماین وچاودېد.
د هلمند د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، غواړي د سولي پيغام هغو خلکو ته ورسوي چي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې دي. يو کال وړاندې د دې حرکت په پيل کې طالبانو موسی کلا ته د سولي د ولسي حرکت د غړو مخه ونيوه. دوه شپې وړاندې له لښکرګاه د موسي کلا پر لور په پښو حرکت وکړ.
نور راوښيه