له پخوا راهیسې په اختر کې مشران ماشومانو ته اختری ورکوي. دا چې افغان ماشومان په خپلو اختریو څه پېري په دغه وېډیو کې چې عالم رحمانیار له شبرغان ښاره چمتو کړې ووینئ. اېډېټ: ذکریا صفري
په کابل ښار کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ کابل ښاریان له يوې خونړۍ ورځې وروسته د کوچني اختر لمانځنه کوي. ویډیو او ایډیټ: شفیع کریمي
ټاکل شوې تر راتلونکو درېیو اونیو پورې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته ولاړ شي او هلته د پاکستاني چارواکو سره په يو لړ عملي اقداماتو خبرې وکړي. نور حال د واصل وصال په راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
د جون ۳ نېټه د ملګرو ملتونو سازمان له لوري د بایسکل ځغلونې په نوم نومول شوې ده. د دي اقدام هدف دا دی څو بایسکل ځغلولو سره د خلکو لیوالتیا ډيره شي. پدې ورځ مونږ د بایسکل ځغلونې لپاره تللي یو چې د کابل په لوړو غرونو کې بایسکل ځغلوي. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
مېوې ډېرې خو اخستونکي يې د قیمتۍ له وجهې نشي اخيستلى. د ازادي رادیو خبریاله لېمه هادي کابل ښار تللې او په دې اړه یي راپور برابر کړی دى. ویدیو او ایډیټ: لېمه هادي
طالبانو په هلمند کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د سولې د ولسي حرکت څلور غړي نیولي دي. د دې حرکت غړي د یکشنبې په ورځ په هلمند ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو پرلور وخوځېدل څو خلک سولې ته راوبولي. د سولي د ولسي حرکت وايي چې غړي یې د سلا مشورو په مقصد ناڅرګند لوري ته بیولي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د دفتر پر یوه کاسټر موټر یو چسپکي ماین وچاودېد.
د هلمند د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وايي، غواړي د سولي پيغام هغو خلکو ته ورسوي چي د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې دي. يو کال وړاندې د دې حرکت په پيل کې طالبانو موسی کلا ته د سولي د ولسي حرکت د غړو مخه ونيوه. دوه شپې وړاندې له لښکرګاه د موسي کلا پر لور په پښو حرکت وکړ.
د کتاب ټولنې غړي وایي، تراوسه یې له ۲۱ زرو زيات د ازادې مطالعې او د ښوونځیو تعلیمي کتابونه راټول کړي او غواړي چې د ښوونځيو پر زده کوونکو او کتابتونو باندې يې ووېشي. ویډیو راپور: صادق رښتینی اېډېټ: تمیم اخګر
د جوزا يولسمه نېټه د ماشوم ورځ ده. په افغانستان کې دا ورځ پهداسې حال کې لمانځل کېږي چې لا هم ډېرى ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ او ښه ژوند نهلري. پهدې راپور کې د یو شمېر افغان ماشومانو د ژوند تر منځ توپيرونو ته تم شوي يو. ویډیو او ایډېت: لیمه هادي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په نننۍ موټر بم حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، پهدغه پېښه کې څلور تنه ملکیان وژل شوي.د پېښې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.پهدې اړه نور جزئیات د لېمې هادي پهدې ویډیويي راپور کې
د تنباکو استعمال ښايي د سرطان د مرګونې ناروغۍ لامل شي. نن د «تنباکو ته نه ووایئ» نړیواله ورځ ده او متخصص ډاکټران د زړه د اختلالاتاتو ، ړندېدو، د زړه د ضربان د زیاتوالي، د خولې، مرۍ، سږو او معدې د سرطانونو او همدا شان د کمخونۍ لامل د تنباکو استعمال ګڼي. ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي
نور راوښيه