په غزني کې افغان سېکهـ سوربیر سېنګهـ د روژې په میاشت کې مسلمانانو ته خرما وېشي. دی وايي دا کار د مذهبي ازادۍ، مینې او یووالي د ثواب د ترلاسه کولو لپاره کوي. وېډیو: حبیبالرحمن تأثیر اېډېټ: ذکریا صفري
د کندهار امنیتي ځواکونو ۳ داعش جنګیالي او ۲۷ وسلهوال طالبان په دغه ولایت کې نیولي دي. د کندهار والي وايي، د داعش جنګیالي د پاکستان د پنجاب اصلي اوسېدونکي دي چې په سپین بولدک کې نیول شوي. نور حال د صادق رښتیني په وېډیويي راپور کې. اېډېټ: تمیم اخګر
د افغانستان په یو شمېر ښوونځيو کې نجونې د زیان له وېرې د فولیک اسید ګولۍ نه خوري.
دا منار په ۱۲مه میلادي پېړۍ کې ودان شوی دی چې ۶۵ متره لوړ دی.
د شپږو ورځو په تېرېدو سره بیا هم د ولسي جرګې د رئیس د ټاکلو پر سر جنجالونه روان دي. په پام کې وه چې ولسي جرګه د پنجشنبې په ورځ د ګمارل شوي پلاوي پر پریکړه رایګیري وکړي، خو د جرګې د ځینو غړیو له مخالفت سره مخ شول. ویډیو او ایډیټ: شفیع کریمي
د فراه ولایت په بڼونو دغه پتنګان چې شمېر یې میلیونونو ته رسېږي د دغه ولایت بزګران اندېښمن کړي. دا پهدې وروستیو څو کلونو کې لومړی ځل دی چې په میلیونو پتنګان له ایران څخه دغه ولایت ته راځي. ویډیو: احمد شاه فطرت ایډیټ: لېمه هادي
ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د ولسي جرګې د اوولسمې دورې غړي دهغې رایې په اړه چې پخوا باطله اعلان شوې پرېکړه وکړي او د دغې جرګې رییس انتخاب کړي. نور حال په دې راپور کې.
د کابل ښار د واټونو د توکو خرڅوونکي ټرافیکي ګنه ګونه رامنځته کړې ده. د ازادی راډیو خبریال شفیع کریمي د کابل ښار د واټونو په اړه ویډيویي راپور چمتو کړی دی. ویډیو: ذکریا صفري اېډېټ: شفیع کریمي
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو شمېر ښوونځیو زدهکونکو ازادي راډيو ته وویل چې درې کاله کېږي چې ښوونځیو ته نهدي تللي.
۶۵ کلنه مرضیه د لیک او لوست سره د لېوالتیا له امله اړ شوې چې د «خانه مهربان» د سواد زدهکړې مرکز ته راشي.
د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پر سر شخړه لا هم حل شوې نه ده. د دغه هېواد د ولسي جرګې د ریاست پر سر د رامنځته شوې شخړې د حل لپاره ټاکل شوی پلاوی سبا خپله طرحه اعلانوي. ویډیو او اېډیت: لېمه هادي
د زر بي بي شپږ اولادونه د پولیسو په لیکو کې وژل شوي دي. دا د غزني د اندړو ولسوالۍ د برېمځو د کلي اوسېدونکې ده چې دا وخت یې کورنۍ د غزني مرکز ته څېرمه په توحید اباد سیمه کې ژوند کوي. ویډیو: حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: لېمه هادي
نور راوښيه