په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وایي، موږ، افغان ولس او حکومت سوله غواړو، خو طالبان جګړې ته ادامه ورکوي. د دې ځواکونو ویاند دېف بټلر د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر سره په یوې ځانګړې مرکه کې په دې هکله او نورو موضوعاتو باندې بحث کری.
د ثور ۲۸مه نېټه د موزیم نړیواله ورځ ده او د همدې ورځې په مناسبت د کورنیو چارو وزارت او د صکوکو د مطبعې له خوا ځیني اثار هم دغه موزیم ته وسپارل شول ویډيو او اېډېټ: لېمه هادي
صحرا کریمي چې دفلم جوړونې په څانګه کې یې ترډاکټري زده کړې کړي او دافغان فیلم رئیسه شوه راتلونکې اونۍ خپل کار پیلوي. میرمن کریمي او کارونو سره یې دشفیع کریمی په دغه رپوټ کې آشنا شئ .
اتلس کلن رفیع الله نن سهار نږدې نهه بجې د کابل پنصد فامیلیو سیمه کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. لېمه هادي پهدې اړه راپور برابر کړی.
د کندهار په جوماتونو کې هره ورځ د روژه مات لپاره دسترخوانونه هواریږي، د حضرت محمد مصطفی مسجد جامع یو له دغه جوماتونو څخه ده . په کندهار کې د ازادي رادیو خبریال صادق رښتیني د روژه مات د عکسونو دا ګالري برابره کړې.
د کابل د ترافیکو ریاست وايي، د موټر چلولو د جواز اخېستو لپاره د ښځو لېوالتیا زیاته شوې ده. د ازادي رادیو خبریال شفیع کریمي پهدې اړه یو ویډیوي راپور تیار کړی دی. ویډیو او تدوین: شفیع کریمي
د کابل د ولسي جرګې د معترضو کاندیدانو د اتحاد اعتراضونه د هودخېلو د سيمې د اوسېدونکو له سختو غبرګونونو سره مخ شول. دوی نن د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مخې ته راټول شوي وو او د کابل حوزې د رأیو باطلېدلو غوښتنه یې درلودله. ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي
د افغانستان د ولسي جرګې د فرهنګي کمېسیون سلاکاره او د ټلوېزیوني خپرونو چلوونکې مینه منګل نن په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شوه. هغه تېره ورځ د نامعلومو کسانو لهخوا ووژل شوه او د کابل پولیسو د دغې پېښې د عاملینو د نیولو لپاره څېړنې پیل کړې دي. نور حال د تمیم اخګر په وېډیويي راپور کې.
د کندهار ولایتي چارواکي وایي، عبدالسلام د داعش ډلې له لېکو سره د يو ځای کېدونکو کسانو سره د ليدني لپاره کندهار ته راغلی و او اصلي د کونړ اوسېدونکی دی چې پاکستان ته د اوښتو پر مهال په کندهار کې نېول شوی.
د شبرغان په ښار کې له روژه ماتي وړاندې د جګړو له امله د بېځایه شویو ښځو وضعیت! له ګڼې ګوڼې ډک په دغه بازار کې یو شمېر بېوزله چې ډېری یې د بېځایه شویو کورنیو ښځې دي، خیرات غواړي. ویډيو: عالم رحمانیار اېډېټ:لېمه هادي
ډګر جنرال پوهاند دوکتور سهیلا صدیق هغه مېرمن ده چې له ۲۰۰۰ ډېر عملیاته یې کړي، خو اوس خپله د آلزایمر په ناروغۍ اخته شوې. سهیلا صدیق د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لومړنۍ ډاکتره وه چې په پوځي روغتون کې یې ګډ کار کاوه، دا د سردار محمد داود خان له کورنۍ ده... ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي
د کابل په ښار کې د چهارشنبې د ورځې په حمله کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، خلکو ته مالي زیانونه هم ورسیدل. د ازادي رایو خبریال شفیع کریمي، یوه ورځ وروسته د پېښې ځای ته تللی او د سیمې له څو هټۍ والو سره یې خبرې کړي دي. ویډیو: لیمه هادي تدوین: شفیع کریمي
نور راوښيه