فراه ولایت د سیلابونو د سختو ګواښونو له امله په بېړني وضعیت کې دی. د ازادي راډيو ځایي خبریال احمدشاه فطرت د دغه ولایت د ځینو سړکونو وضعیت انځور کړی دی. اېډېټ: تمیم اخګر
په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح پاکستان، ايران او سعودي عربستان ته ډېرې صادرېږي. د ازادي راډيو خبریال صادق رښتیني د څو تنو تسبېح جوړوونکو ستونزې بیان کړي. ایډیټ: تمیم اخګر
په همالیا غرونو کې اتیا کاله دښمنۍ پاکستان او هند د لویې جګړې له ډيریدو سره مخامخ کړی دی.
د کب نهمه په افغانستان کې د سرتېرو د ملي ورځ په نوم یادېږي. د کب نهمه د سرتېرو ملي ورځ د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ولمانځل شوه .
د ارزګان ولایت اوسېدونکی بسمالله له څو کلونو راپه دې خوا د مخدره موادو په استعمال روږدی دی، دی وايي که له روږدېدو وړاندې له فوټبال سره اشنا شوی وی، نو هېڅکله به د مخدره موادو په استعمال نهروږدېده. شریفالله شرافت د دغه کس ژوند ته کتنه کړې. اېډېټ: تمیم اخګر
ارزګان ولایت کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان وايي، د هند بريد په غبرګون کې به د عملیات لپاره د وخت او ځای انتخاب پهخپله کوي.
په کندهار کې جوړېدونکې تسبې چې په پاکستان، ايران او سعودي عربستان کې مینه وال لري...
۲۳ کلن عارف د حقوقو پوهنځي د وروستي کال محصل و، خو هیلې یې یوې انتحاري حملې له خاورو سره خاورې کړې. په کابل کې د یوناما د وروستي راپور پر بنسټ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ملکي تلفات د تېرو ۱۷ کلونو په پرتله په افغانستان کې ډېر و او دا شمېره ۳۸۰۴ ته ورسېده.
په جوزجان ولایت کې هغه ماشومان چې د کورنۍ غړي یې په کورنیو جګړو کې وژل شوي او عمر یې ۱۶ ته رسېږي پهدغه روزنتون کې ژوند کوي.
ځوان شاعر او سندغاړی محمد تواب چې په څو ځلي یې د ملګرو په مرسته درملنه شوې، خو د بې کارۍ له امله بیا په نشه یي توکو روږدی شو. د ازادي راډيو له خوا د محمد تواب په اړه د یوې ویډیو تر خپرېدو وروسته ملي سوداګر حاجي محمد کریم رسولي په خپل شخصي لګښت د ده درملنه وکړه...
له طالبانو سره چې د سولې د مذاکرو پر لوري هر ګام مخکې اخيستل کېږي، يو ګام شا ته د تګ لپاره د افغان ښځو اندېښنې زياتوي. ډېرى افغان مېرمنې نه غواړي چې د سولې په مذاکرو کې د دوى پر ازاديو چې تر کلونو مبارزې وروسته يې ترلاسه کړي، معامله وشي. لېمه هادي په خپل راپور کې د ښځو همدغو اندېښنو ته کتنه کړې ده
نور راوښيه