د غزني ولایت لسګونو اوسېدونکو د ولایت ودانۍ مخې ته راټول شوي او د شپږ کلنې مهسا چې لومړۍ وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه، لاریون کړی او له حکومته د دغې وژل شوې ماشومې د قاتلینو د عدام غوښتنه کوي. ویډیو:حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: لېمه هادي
د سې شبنې په سهار د غزني د اندړو ولسوالۍ په لېوانو کلي کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومان په شمول ۱۴ تنه وژل شوي دي. نور حال د حبیب الرحمن تاثیر په راپور کې لیدلی شئ. اېډېټ: لېمه هادي
د افغانستان د دفاع سرپرست وزير له پخواني والي عطا محمد نور سره تر کتنې وروسته وويل، چې ښاغلى نور د نوي امنيه قوماندان له ټاکل کېدو سره کوم مخالفت نه لري. اسد الله خالد د کورنيو چارو له سرپرست وزير سره يوځاى د مزار شريف ښار ته سفر وکړ. په مزار شريف کې اوس وضعيت څنګه دى؟ په دې ويډيو کې يې کتلاى شئ
لیلما ناصري د جند د اعتدال، بشري حقونو، اداري فساد او سخت دريځۍ پر ضد کار کوي. ملالۍ بشیر له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، له لیلما ناصري سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
په جوزجان ولایت کې د سنګسار تر سرلیک لاندې د ټیاټر نندارې په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو دیني علماوو احساسات راپارولي دي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د تېرو انتخاباتو پر ستونزو او د نویو کمېشنرانو په اړه خبرې کړي. نوموړی پهدې اړه هم غږېدلی چې په لوړه کچه په حکومتي چارو کې څومره دخیل دی. له ښاغلي عبدالله سره د اجمل تورمان د مرکې دوهم برخه دلته لیدلی شئ.
غزني ته له هلمند او مزار شریف څخه راکډه شوي کډوال وايي، نه په دې سوړ ژمي کې د سوند او نه خوراکي توکي لري، نو ډېری ماشومان یې د غربت، سړځکۍ او د خوړو د کمښت له امله ناروغان دي، دوی د غزني په رنګ په ساړه ولایت کې په سوړ ژمي کې په خېمو کې اوسي او له دولت او خیره ټولنو د مرستې غوښتنه کوی...
د کابل یو شمېر مدني فعالانو چې د دوشنبې په ورځ يې خپل ځانونه او مخونه په رنګونو ککړ کړي او وحشي څېرې يې اچولې وې، د ایران او پاکستان د سفارتونو مخته يې مظاهره کړې وه. دوی ادعا کوله چې ایران او پاکستان د افغانستان په نارامۍ کې لاس لري...
د افغانستان د حکومت اجراییه ریس عبدالله عبدالله له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې افغانستان ته د سولې ترراتلو په دې هیواد کې د نړیوالو ځواکونو پرحضورتاکید وکړ. خوښاغلي عبدالله داهم وویل ... له ښاغلي عبدالله سره د اجمل تورمان د مرکې لومړۍ برخه دلته لیدلی شئ.
نعيمه غني لیکواله او شاعره ده. ملالۍ بشير له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، ځانګړې مرکه کړې ده.
د کندهار چارواکي وایي، د ورځې په اوږدو کې کندهار کې د کبانونو له شته فارمونو نه تر شپږ زره کیلو ګرامه پورې د کبانو غوښې ترلاسه کېږي چې د کندهار ترڅنګ ګاونډيو ولایتونو او ان پلازمېنې کابل ته وړل کېږي. صادق رښتینی له دې فارمونو دا ویډیويي راپور برابر کړی. ایډیټ: تمیم اخګر
له پلاسټیکي کڅوړو د کمې استفادې لپاره په دوو ورځو کې د ۲۵ کلیو خلک روزل شوي او د ډوډۍ پخوونکو او قصابانو په ګډون شپږ زره کورنیو ته ۳۰ زره د ټوکر کڅوړې ورکړل شوې دي. ویډيو: عالم رحمانیار اېډېټ: لېمه هادي
نور راوښيه