د روسیې پلازمینه کې دطالبانو او یو شمیر افغان سیاستوالو دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسیده. دآزادي راډیو خبریال دغونډې په درشل کې دځینو برخه والو نظریات پوښتلي دي.
د ارزګان کندهار په لویه لار د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي. افغان امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د لارې په اوږدو کې یې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جګړه کې پرمختګ کړی، خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. ویډیو: شریف الله شرافت اېډېټ: ابراهیم صافی
د کندهار اوسېدونکي وایي پښتانه د کرښې په دواړو غاړو کې له لسيزو راهيسې له تاوتريخوالي سره مخ دي، خو څوکيې غږ نهاوري. دوي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د پښتنو غږ دې واورېدل شي. وېډیو: محمد صادق رښتینی اېډېټ: ابراهیم صافی
ګڼ شمېر خوستوال نن په خوست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنې له مخې یو پراخ لاریون وکړ او د پښتنو د یووالي، پښتنو ته د حقونو د ورکولو او په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې د روان زور زیاتي د ختمولو په خاطر يې شعارونه ورکړل. ویډيو: نجیب الله الوخېل اېډېټ: ابراهیم صافی
اسلاماباد کې د پي ټي اېم ګڼ پلویان ونیول شول
د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ارمان لوڼي په غیابي جنازه کې برخه واخیسته. دوی د دغه پېښې ترسره کوونکو ته سزا وغوښته. په دې اړه نور معلومات د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني په دغه وېډیويي راپور کې کتلی شئ. اېډېټ: تمیم اخګر
د ارمان لوڼي شخصي ژوند په اړه د هغه خور، وړانګه لوڼۍ له امریکا غږ سره غږېدلې ده.
د فاریاب پولیسو دغلته د یوې کم عمره نجلۍ د جبري نکاح مخنیوی کړی. د دغه ولایت د امنیتي مسؤلینو د معلوماتو پر بنسټ، د واده په اړه پلټنې روانې دي، خو کامله نومې دا نجلۍ یې د امن خونې ته سپارلې ده. نور جزیات د اکرام الله اکرم په ویډیو کې وګورئ چې یوسف خان ځدراڼ يې وړاندې کوي. اېډېټ: تمیم اخګر
د کندهار د شطرنج لوبغاړي د ودانۍ د جوړېدو غوښتنه کوي دوی وایي، اوس دغه لوبه په شخصي کورونو او دفترونو کې مخته وړي. د کندهار د شطرنج فدارسيون مسؤلين وایي، د شطرنج د ودې لپاره یې په کندهار کې هڅې پیل کړي دي. ویدیو: محمد صادق رښتینی اېډېټ: لېمه هادي
دا هغه ماشومان دي چې د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې په سختو او درنو کارونو بوخت دي. دوی وایي چې ښوونځیو نه ځي او په هغو پیسو چې تر لاسه کوي یې، د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي... اکرام کرم خبرنگار رادیو آزادی در ولایت فاریاب در مورد این گالری عکس را تهیه کردهاست.
ګڼ شمېر افغان نجونې او هلکان د خپلو رخصتیو په ورځ د کابل غرونو او د غرو لمنو ته ورځي. دوی وایي، په ښار کې له چاپېریالي او سیاسي فضا له ککړتیا ستړي دي او له همدې امله هڅه کوي چې په اوونۍ کې څو ځلې په غرو کې مزل وکړي. ویډیو او اېډېټ: نصرت پارسا
ولسمشر محمد اشرف غني د ميدان وردګو لپاره مېرمن ظریفه غفاري د ښاروالې په توګه انتخاب کړې خو دې تر اوسه خپله دنده په رسمي توګه نه ده پیل کړې. ملالۍ بشیر له مېرمن غفاري سره خبرې کړي.
نور راوښيه