ځوان شاعر او سندغاړی محمد تواب چې په څو ځلي یې د ملګرو په مرسته درملنه شوې، خو د بې کارۍ له امله بیا په نشه یي توکو روږدی شو. د ازادي راډيو له خوا د محمد تواب په اړه د یوې ویډیو تر خپرېدو وروسته ملي سوداګر حاجي محمد کریم رسولي په خپل شخصي لګښت د ده درملنه وکړه...
له طالبانو سره چې د سولې د مذاکرو پر لوري هر ګام مخکې اخيستل کېږي، يو ګام شا ته د تګ لپاره د افغان ښځو اندېښنې زياتوي. ډېرى افغان مېرمنې نه غواړي چې د سولې په مذاکرو کې د دوى پر ازاديو چې تر کلونو مبارزې وروسته يې ترلاسه کړي، معامله وشي. لېمه هادي په خپل راپور کې د ښځو همدغو اندېښنو ته کتنه کړې ده
په اوسنیو شپو ورځو کې د غزني په مقر ولسوالۍ کې د سنټيګراټ په حساب شااوخوا منفي درې او لوړه نهه درجې سړه هوا اټکل شوې ده.
په کندهار ولایت کې د غالۍ اوبدلو صنعت د پراختيا په حال کې دى. پهدې ولايت کې د کليو د پراختيا رياست چارواکي وايي هغه کورنۍ چې تازه له پاکستان او ايران څخه راستنېږي، دوى ورته د غالۍ اوبدلو په برخه کې د کار زمينه برابره کړې ده.
د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې وروستيو، بارانونو د وچکالۍ خطرونه له منځه وړي او خلکو ته د يوه اباد کال زيرۍ ورکوي.
د ولسي جرګې یو شمېر ښځینه نوماندانې وایي، د کمپاین د مهال جنسیتي چلند لا تر اوسه دوی ځوروي. د ازادي راډیو خبریال نصرت پارسا پهدغه ویډیو کې د دوه ښځینه نوماندانو تېر وخت ته کتنه کړې ده.
د افغانستان د کورنیو جګړو څلوېښت کاله پوره شول. دغې څلوېښت کلنې جګړې ميلیونونه کسان ووژل او ورانۍ ویجاړۍ یې پر ځای پرېښودې. د افغانستان د خاطرو او خبرو اترو مرکز، د قرباني شویو کسانو خاطرې، کیسې او نښې راټولې او د خاطرو په صندوقونو کې یې خوندي کړې. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي
د کندهار فارم لرونکي وایي، د دوی د چرګانوغوښه او هګۍ لوېدیځو ولایتونو ته بسنه کوي. کندهار د چرګانو ۵۰۰ غټ او واړه فارمونه لري. په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال صادق رښتیني راپور وګورئ. اېډېټ: تمیم اخګر
د غزنی په مقر کې د سلګونو اعتراض کوونکو له لوري لا هم د کابل – کندهار لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. دوی غوښتنه لري چې د غزني د مقر ولسوالۍ دې ولایت شي او د غزني تر څنګ د زابل او پکتیکا ولایتونو ځنې ولسوالۍ دې هم د دغه نوي ولایت برخه شي. ویډیو: حبیب الرحمن تاثیر اېډېټ: لېمه هادي
سروبي د افغانستان د مرکز کابل ولایت یوه ولسوالي ده چې د دې ولسوالۍ مرکز ...
د کندهار یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د ډېروالي غوښتنه وکړه. د رسمي شمېرو له مخې د دغه ولایت له لس سلنه ډېر خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. په دې اړه نور جزیات د صادق رښتیني په دې ویډيویي راپور کې واورئ. ایډیټ: تمیم اخګر
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر وايي چې پر ایران د بندیزونو د لګولو په برخه کې د واشنګټن دریځ د اروپايي هېوادونو له دریځونو سره توپیر لري. مایک پومپیو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د منځني ختیځ په اړه د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د آزادۍ راډیو له فردا څانګې سره په مرکه کې وکړې.
نور راوښيه