هغه دوه کسه چې په اچ آی وي یا ایډز ناروغۍ اخته د خپل ورځني ژوند په اړه خبرې کوي.
د کابل کوڅو کې د هرې ورځې په تېرېدو د کتاب پلورنځیو شمېر زیاتیږي، خو په دې ښار کې د کتاب چاپولو بازار بیا سوړ دی او هغوی چې چاپخونې یې جوړې کړي، له خپل کاروباره خوښ نه دي.
مسيح علي نژاد ایرانۍ خبرياله او سیاسي فعاله ده چې اوسمهال په امریکا کې د جلاوطنۍ ورځې شپې تېروي. ملالۍ بشير له مېرمن علي نژاد سره خبرې کړي. مرکه دلته وګورئ.
ارزګان کې له جګړو بېځايه شوې کورنۍ په لوږې شپې او ورځې تېروي. په دغه ولایت زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې دي. د ولایت مقام مسؤلین دغو کورنیو ته د مرستې غوښتنه کوي. په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت په وېډیويي راپور کې.
دغه ښځينه بسکټبالرانې چې جګړې د پښو له نعمته محرومې کړي او یا پولیو ناروغۍ ترې د پښو توان اخیستی، راتلونکې ته په پوره هیله مندۍ ورزش کوي. دوی د "معلولیت ناتواني نه ده" تر شعار لاندې نړیوالو سیالیو ته ځي. د ازادی راډیو خبریال شفیع کریمي د دغې لوبډلې د تمریناتو پر مهال دا راپور برابر کړی.
په وروستیو کلونو کې د ډېرو نورو ولایتونو په څېر په کندز کې هم د کبانو ډېر فارمونه جوړ شوي، خو د خرڅلاو لپاره یې چندانې بازار نشته او فارم لرونکي له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخ دي. په دې اړه د نورو جزئیاتو لپاره د اجمل آرین ویډیويي رپوټ وګورئ.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې حکومت د اوربند په پلمه باید د سولې د پروسې پر وړاندې ونه درېږي.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ناوې کلي سلګونه کورنۍ چې د جګړې له امله بېځایه شوې وې، بېرته خپلې سیمې ته ستنې شوې. ناوه له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولې له پورې غاړې د راکټي بریدونو او د طالبانو د جګړې له امله ناامنه وه، خو اوس بېرته دولت پرې کنټرول ترلاسه کړی. روح الله انوري پرې رپوټ لري:
د کابل په بازارونو کې نظامي یونیفورمونه په پراخه کچه پلورل کیږي. دا چې دا یونیفورمونه څنګه پیر او پلورل کیږي د لیمه هادي په دې راپور کې یې وګورئ.
نور راوښيه