دغه ښځينه بسکټبالرانې چې جګړې د پښو له نعمته محرومې کړي او یا پولیو ناروغۍ ترې د پښو توان اخیستی، راتلونکې ته په پوره هیله مندۍ ورزش کوي. دوی د "معلولیت ناتواني نه ده" تر شعار لاندې نړیوالو سیالیو ته ځي. د ازادی راډیو خبریال شفیع کریمي د دغې لوبډلې د تمریناتو پر مهال دا راپور برابر کړی.
په وروستیو کلونو کې د ډېرو نورو ولایتونو په څېر په کندز کې هم د کبانو ډېر فارمونه جوړ شوي، خو د خرڅلاو لپاره یې چندانې بازار نشته او فارم لرونکي له ډېرو نورو ستونزو سره هم مخ دي. په دې اړه د نورو جزئیاتو لپاره د اجمل آرین ویډیويي رپوټ وګورئ.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې حکومت د اوربند په پلمه باید د سولې د پروسې پر وړاندې ونه درېږي.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ناوې کلي سلګونه کورنۍ چې د جګړې له امله بېځایه شوې وې، بېرته خپلې سیمې ته ستنې شوې. ناوه له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولې له پورې غاړې د راکټي بریدونو او د طالبانو د جګړې له امله ناامنه وه، خو اوس بېرته دولت پرې کنټرول ترلاسه کړی. روح الله انوري پرې رپوټ لري:
د کابل په بازارونو کې نظامي یونیفورمونه په پراخه کچه پلورل کیږي. دا چې دا یونیفورمونه څنګه پیر او پلورل کیږي د لیمه هادي په دې راپور کې یې وګورئ.
سږ کال په هرات کې د زعفرانو کښت او تولید زیات شوی او بازار یې هم ښه و، خو بزګران او سوداګران د افغانستان په نوم د ایران د زعفرانو پر خرڅلاو اندېښنه ښیي. په همدې اړه د ازادي راډیو خبریال شاهپور صابر دغه رپوټ چمتو کړی.
په کندهار کې یو شمیر بزګر چې په تیرو کلونو کې یې پرخپلو ځمکو کوکنار کرلي وو، اوس یې پنبه کرلې. که څه هم په کندهارکې د پنبې د اخیستلو او صادراتو بازار ګرم دی خو بزګران ستونزې هم لري. په دې اړه له کندهاره د آزادي راډیو خبریال صادق رشتینی ویدیویي راپور را استولی چی هیلۍ اسد یې وړاندې کوي.
اوس نو د مړزانو غوښه یوازې د ګوتو په شمار ښکاریانو خوراک نه دی. د مړزانو د تولید دغه ماشین چې د افغانانو په لاس جوړ شوی او د تولید ښه ظرفیت لري، د مړز د غوښې د ډېریو ارمانجنو ارمان پوره کولای شي. نور د لیمې هادي په دې راپور کې.
غلام سخي د افغانستان په شمال د فاریاب ولایت اوسېدونکی دی او په ډېرو کمو امکاناتو خپلو حقونو ته د نابینایانو د لاسرسي لپاره کار او مبارزه کوي. د ازادۍ راډیو خبریال اکرام الله کرم پرې دا ویډیي راپور جوړ کړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یو بې ساري اقدام سره د وزارت شااوخوا امنیتي دېوالونه لرې کړل. نور جزیات د هیلۍ اسد په رپوټ کې
نور راوښيه