دوه کلنه مدینه ناروغي په کندهار کې د دې ویروس اتمه پېښه ده. هغه د کندهار د منزل باغ اوسېدونکي ده. محمد صادق ریښتني په دې اړه راپور چمتو کړی. ویډیو: صادق رښتینی ایډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان د یو ورځني کرکټ په درجه بندۍ کې د تر ټولو لوړ الراونډر مقام خپل کړ. دی نړیوالو ته څه پیغام لري؟ په ویډیو کې یې لیدلای شئ.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په اسیایي جام کې وروسته له ګټې او ماتې کابل ته ستون شو. په کابل کې د دوی خورا تود هرکلی وشو، نور د تمیم اخګر په راپور کې:
د باغ بالا د درمسال کمیټې غړي وایې له تېر کال راهسې شپیته سلنه اهل هنودو او سیکانو افغانستان د نا امنیو او د دوی پر وړاندې د ستونزو له امله پریښی او هندوستان ته کډه شوي دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی چې دلته یې کتلی شئ.
د هند او افغانستان ترمنځ د سېپټمبر په ۲۵مه په دبۍ کې د اسيا کپ يوه ورځنۍ لوبه وه. سيالي د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پاتې شوه. د بشير ګواښ په دې ويډيو کې د افغان او هندي لوبغاړي څرګندونې وينئ.
د بخښنې نړیوال سازمان د یو کمپاین په ترڅ کې غواړي چې د بشر د حقونو وژل شوی شوی ملاتړ کوونکو ونمانځي. د دغه کمپاین یوه برخه د وژل شویو خبریالانو څېره کول دي، چې نن په کابل کې د همدې ډلې خبریالانو نه د یو تن د تصویر په نفاشۍ سره پرانیستل شو. په دې اړه نور، د تمیم اخګر په راپور کې وګورئ.
د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې به نن شاوخوا څلور بجې سره مخامخ شي. افغانستان د اسیا کپ سیالیو په دوهم پړاو کې خپلې دواړه لوبې پاکستان او بنګه دیش ته بایللې دي. د ازادي راډیو خبریال د نننۍ سیالۍ په اړه د کابل ښاریانو نظرونه اخیستي چې دلته یې کتلی شئ.
په ايسلند کې يوه شرکت د درون يا بې پيلوټه وسيلو په واسطه د خوړو انتقال پیل کړی دی. دا وسيله د ايسلند په پلازمېنه ریک جاويک ښار کې فعالیت کوي.
افغانستان د روان کال پر مهال د خبريالانو لپاره تر ټولو خونړی کال وو. په ټوله کې په دې موده کې د افغانستان د رسنيو د کورنۍ څوارلس غړي وژل شوي دي. د خبریالانو مدافع ادارې وايي، تروريستان ځکه پر رسنیو بریدونه کوي چې نوم یې په خبرونو کې راپورته شي.
د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د عاشورا ورځ د جدي امنیتي تدابیرو په نیولو سره ونمانځل شوه. خو د نورو ولایتونو په پرتله کابل ښار د کلکو امنیتي تدابیرو شاهد و. ابراهیم صافی په همدې هکله ویډیویي راپور لري.
د افغانستان او بنګه دیش ترمنځ د اسیا کپ لوبې په اړه د کرکټ ځینې مینوالو نظرونه په دې ویډیو کې واورئ.
په ۱۱ کلنۍ کې واده شوې ماشومه ببوګۍ وایي، په هلمند کې یې د پلار تر وژل کېدو پس مور دې ته اړه شوه چې د پور اخېستیو پېسو په بدل کې دا ور واده کړي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور راوښيه