د جوزجان پخوانی والي وايي، د ولسمشر له لومړي مرستیا عبدالرشید دوستم سره دده قضیه باید د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې حل شي. هغه د قومي جرګې له لارې د قضیې د حل مسله رد کړه. په دې اړه تمیم اخګر ویډیويي راپور چمتو کړی دی.
د جوزجان د اقینې بندر شل ورځې د مخه د جنرال دوستم د پلویانو لخوا د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی و. دغه بندر وروسته له هغې پرانیستل شو چې د ولسمشر د لومړی مرستیال عبدالرشید له لورې د ټولو موصلاتی لارو د پرانیستو غوښتنه وشوه. ویډیو: عالم رحمانیار اډیډیټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د ولسمشر لمړي مرستیال عبدالرشید دوستم کابل ته له ستنېدو وروسته په خپلو پلویانو غږ وکړ چې پيل کړي اعتراضونه پای ته ورسوي. نوموړي وویل سر له سبا باید په لارو کې درولې د تحصن خیمې ټولې شي. په دې اړه نور معلومات په همدې ویډیو کې لیدلای شئ. ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر
وطندوست په شبرغان کې د ځان په ګډون اووه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه وايي ځوانان دې د نورو هېوادونو له تګ نه لاس په سر او په هېواد کې دې د کار په لټه کې شي. ویډیو: عالم رحمانیار ایډېټ: ابراهیم صافی
دلته مو هڅه کړې چې یوازې د نورستان د مرکز پارون او واما ولسوالیو ښکلا په انځوریزه بڼه در وښیو. د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري د نورستان دغه ویډیویي راپور جوړ کړی چې دلته یې کتلی شئ. ایډېټ: ابراهیم صافی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو، د پاکستان او د ایران د رول، د داعش د فعالیتونو، د زورواکو او قوماندانانو د نیولو او د ټاکنو په تړاو د ملي وحدت حکومت دریځ روښانه کړی دی.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د فوټبال د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام سیالیو پایلوبه په خوښۍ سره ولیدله. که څه هم د دغه سیالۍ له بیل څو ساعته وړاندې د دغه ښار په یوه څنډه کې چاودنه هم وشوه خو د فوټبال مینه والو بیا هم د فوټبال له لیدلو خوند واخیست. تمیم اخګر دغه ویډیويي راپور چمتو کړی چې دلته یې کتلی شئ
د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري نورستان ولایت ته تللی او له طبیعي ښکلاګانو او سمسورو سیمو یې دا انځوریز راپور برابر کړی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د کلیو د پراختیا وزارت مخې ته د یکشنبې ورځې په انتحاري حمله کې ۷ کسان وژل شوي او له ۱۵ ډېر نور ټپیان دي، چې ډېر یي ملکي وګړي دي. نور حال په دې ویډیو کې ګوری
د قرانکریم د ختم او عمومي دعا مراسم د ولسي پاڅون کوونکو لخوا د جوزجان په فیض اباد ولسوالۍ کې جوړ شوي و. دغه امنیتي ځواکونه وايي چې نور له جګړې ستړي شوي دي. ویډیو: عالم رحمانیار ایډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وايي، له افغانستان سره د ناټو تازه ژمنې د سولې پر پروسه منفي اغېز نه لري. ښاغلي چخانسوري دا څرګندونې په دی مرکه کې له احمد شیبر سره کړي دي.
د دغه حرکت غړي وايي تر ډېره پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري نو ځکه یې دلته د پاتې کیدو وخت نا څرګند دی. له دې وړاندې د سولې د ولسي حرکت غړي د امریکا،روسي سفارتونو او همدا راز د ملګرو ملتونو د دفتر له مخې سره هم د تحصن په هدف تم شوي وو. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی
نور راوښيه