ارزګان ولایت کې معلولینو د جنګ پر ښکیلو خوا د سولې غږ کړی، دغه معلولین چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې سره راغونډ شوي وو او ویل یې چې نور له جګړې تر پوزې راغلي او زغم يې نهلري.
د کابل ښار یو شمېر او سېدونکي په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټنګښت په اړه بیلا بیل نظرونه لري. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې موضوع له یو شمېر کابل ښاریانو سره خبرې کړي دي.
د افغانستان، پاکستان، ایران او تاجکستان د سولې ځوان سفیرانو نن په کابل کې د افغانستان د ټولنیزو رسنیو په مرکز کې غونډه درلودله.
په غزني کې سنګ تراشان یا د قبرونو لپاره د شناختو جوړونکي وایې تر ډېره دوی د وژل شویو ځوانانو لپاره د قبرونو د شناختو تیګې جوړوي. د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر په همدې اړه ویډیويي راپور چمتو کړی.
د کندهار د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د نندارتون ګډونوال د ځای او د دايمي بازار غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د دغه ولایت سرپرست والي وایي چې د دایمي بازار موندنې په تګلاره کار کوي. ویډیو: صادق رښتینی اېډیټ: ابراهیم صافی
د بامیان ولایت د پنجاب او ورس ولسوالیو ځینې عکسونه د ازادي راډیو خبریال عباس نادري رالېږلي دي.
په جوزجان کې د فاریاب، جوزجان او سرپل د بې ځایه شوېو کورنیو لپاره د ژمنیو جامو د راټولولو کمپاین د یو شمېر رضا کاره ځوانانو لهخوا پیل شوی او راټولې شوې جامې پر بې ځایه شوېو کورنیو ویشي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وايي، په دغه کمپاین کې یې تر اوسه د لسګونه موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک کړي او دا لړۍ دوام لري. له کندزه د ازادي راډیو خبریال اجمل ارین دغه وېډیویي راپور چمتو کړی دی. ایډېټ: ابراهیم صافی
افغان چارواکي وایي، په کابل کې پر یوې بهرنۍ امنیتي قراردادي کمپنۍ په پرونۍ حمله کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او نور ټپیان دي دغه حمله د کابل د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د «G4S» په نوم د بریتانوۍ امنیتي کمپنۍ پر ودانۍ شوې ده وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
د کابل په بابر بڼ کې د کار او ټولنیزو چارو وزات له خوا د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په لمانځغونډه کې پر ماشومانو د درنو کارونو او د نجونو د بدو عواقبو یا په کوچنیوالي کې مېړه ته د ورکړې په اړه خبرې هم وشوې. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي دغې غونډې ته ورغلی او پرې ویډیي راپور لري.
د ملي اردو محلي ځواک دلته د جنوب د ۲۰۵ اتل قول اردو په روزنیز مرکز کې پوځي تکتيکونه زده کوي. دغه سرتېري به تر پوځي زده کړو وروسته د لومړي ځل لپاره په دوو جنوبي ولایتونو کندهار او ارزکان کې ځای پر ځای شي. ویډیو: صادق رښتینی ایډېټ: ابراهیم صافی
نور راوښيه