د کندهار د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو د نندارتون ګډونوال د ځای او د دايمي بازار غوښتنه کوي. په ورته وخت کې د دغه ولایت سرپرست والي وایي چې د دایمي بازار موندنې په تګلاره کار کوي. ویډیو: صادق رښتینی اېډیټ: ابراهیم صافی
د بامیان ولایت د پنجاب او ورس ولسوالیو ځینې عکسونه د ازادي راډیو خبریال عباس نادري رالېږلي دي.
په جوزجان کې د فاریاب، جوزجان او سرپل د بې ځایه شوېو کورنیو لپاره د ژمنیو جامو د راټولولو کمپاین د یو شمېر رضا کاره ځوانانو لهخوا پیل شوی او راټولې شوې جامې پر بې ځایه شوېو کورنیو ویشي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وايي، په دغه کمپاین کې یې تر اوسه د لسګونه موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک کړي او دا لړۍ دوام لري. له کندزه د ازادي راډیو خبریال اجمل ارین دغه وېډیویي راپور چمتو کړی دی. ایډېټ: ابراهیم صافی
افغان چارواکي وایي، په کابل کې پر یوې بهرنۍ امنیتي قراردادي کمپنۍ په پرونۍ حمله کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او نور ټپیان دي دغه حمله د کابل د صنعتي پارکونو ساحې ته څېرمه د «G4S» په نوم د بریتانوۍ امنیتي کمپنۍ پر ودانۍ شوې ده وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی
د کابل په بابر بڼ کې د کار او ټولنیزو چارو وزات له خوا د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په لمانځغونډه کې پر ماشومانو د درنو کارونو او د نجونو د بدو عواقبو یا په کوچنیوالي کې مېړه ته د ورکړې په اړه خبرې هم وشوې. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي دغې غونډې ته ورغلی او پرې ویډیي راپور لري.
د ملي اردو محلي ځواک دلته د جنوب د ۲۰۵ اتل قول اردو په روزنیز مرکز کې پوځي تکتيکونه زده کوي. دغه سرتېري به تر پوځي زده کړو وروسته د لومړي ځل لپاره په دوو جنوبي ولایتونو کندهار او ارزکان کې ځای پر ځای شي. ویډیو: صادق رښتینی ایډېټ: ابراهیم صافی
دبامیان ولایت اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ د علي پور د خوشې کولو لپاره په لاریونونو لاس پورې کړ، هغه کس چې د حکومت له لوري نیول شوی وو. عبدالغني علي پور چې د افغانستان د ملي امنیت پر وینا د غیر مسووله وسلوالې ډلې قوماندان وو، تېره ورځ په ضمانت خوشې شو. د لاریون جریان په دې وېډیو کې وګورئ.
سید قضوي او وراره یې سید عصمت دواړه د روان کال د حمل میاشت په لومړۍ یو ځانمرګي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه بس موټرونه د ازبکستان له خوا افغانستان ته د مرستې په توګه ورکړل شوی. د لوړو زده کړو وزارت دغه بس موټرونه د ۲۵ ولایتونو ښځینه محصلینو ته ځانګړي کول، ویډیو او ایډېټ: لېمه هادي
په دغه نندارتون کې د افغان امنیتي ځواکونو ډول ډول عکسونه نندارې ته ایښودل شوي دِ. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی دغه نندارتون ته تللی او دغه ویډیويي راپور یې جوړ کړی دی.
په فاریاب کې د ممیزو بزګران او سوداګر وايي له دې سره د ناامنۍ له امله د ممیزو په خرڅلا کې کمښت راغلی دی. اکرام الله کرم د ممیزو دې بازار ته ورغلی او دغه ویډیو راپور يې پرې برابر کړی چې فیروزه عزیزي يې وړاندې کوي.
نور راوښيه