یو شمېر کابل ښاریان له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو په اړه مختلف نظرونه لري. ډونالد ټرمپ تېره پنجشنبه اعلان وکړ چې ۷۰۰۰ امریکایي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي. ویډیو او ایډېټ: لېمه هادي
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر وايي: د ولسمشرۍ انتخابات نباید د سولې د بهیر قرباني شي. پیري میاودون له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل سولې ته د رسیدو تر وخته د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډول خطرناک دي. ویډیو: لیمه هادي ایډیټ: تمیم اخګر
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ایثار-۱۰ عملیاتو په ترځ کې په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. وېډیو: مجیبالرحمن حبیبزی اېډېټ: ابراهیم صافی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو میاشتو کې یې نوي کسان یوازې د انساني قاچاق په تور نیولي دي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان وایي د تېرو کلونو په پرتله په دې هېواد کې انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونه زیات شوي دي وېډیو او اېډېټ:ابراهیم صافی
په کونړ کې ۱۵۰ تنه د حرفوي زدهکړو له کورس څخه فارغ شول. دوی ته د موټر جوړولو، خیاطۍ، نجارۍ،ګل کارۍ، موبایل جوړونه او نور کسبونه وښودل شول. د دې راپور تفصیل روح الله انوري وړاندې کوي. ویډیو: روح الله انوري ایډیټ:لیمه هادي
د ازادي راډیو خبریال محمد صادق رښتیني د کندهار ښار او عینو مېنې بېلابېل عکسونه رالېږلي او هم یې په د دې ښار ورځنی ژوند انځوریز کړی دی.
د افغانستان په شمال شبرغان کې د «جنګل باغ» په نوم یو زړه راښکونکی دولتي بڼ ۷۰ کلن لرغونتوب لري. دا باغ اوس د اوبو له کمښت سره مخ دی.
د کندهار په ارغنداب کې یو شمېر په نشو روږدي ځوانان وایي په ازاد ډول کولای شي مخدره مواد ترلاسه کړي. خو د کندهار امنیه قوماندانۍ وایي چې د هغه کسانو پر وړاندې اقدام کوي چې د نشهیي توکو په پلور او کښت اخته وي. وېډیو: صادق رښتینی اېډېټ: ابراهیم صافی
د فاریاب ولایت اندخوې او قرغان ولسوالۍ چې د دغه ولایت له امنو ولسوالیو شمېرل کېدې اوس یې اوسېدونکي نورو امنو سیمو ته کډه کوي ویډیو: اکرام کرم ایډیټ: لېمه هادي
په بغلان کې له موره پیدا شوي معلولین وايي، حکومت ورته هېڅ ډول پاملرنه نهکوي. دا چې دا معلولین له کومو ستونزو سره مخامخ دي د بشیر احمد غزالي په دغه وېډیويي راپور کې ترې خبرېږئ. اېډېټ: تمیم اخګر
د فاریاب د شیرین تګاب ولسوالۍ یوه بېځایه شوې کورنۍ چې د جوزجان د شبرغان ښار ته کډه شوي وایي که مرسته ورسره ونهشي خپله ماشومه لور به وپلوري تر څو د کورنۍ نور غړي یې ژوندي پاتې شي. وېډیو: عالم رحمانیار اېډېټ: ابراهیم صافی
د سولې د پلي د دغه کاروان غړو چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده د چهارشنبې په ورځ ناوخته د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته ورسېدل.
نور راوښيه