د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې شپږ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. د کابل امنیه قوماندان حسن شاه فروغ ازادي راډيو ته وویل چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. تر دې وړاندې د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي و چې په یاده انتحاري حمله کې پنځته
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، پولي تخنیک پوهنتون او د ارین روز شرکت له لوري نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مومند نن د دغه نندارتون د پرانیستې پرمهال وویل.
دغه کورنۍ وروسته له هغه له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي چې په سیمه کې يې د وسله والو مخالفینو او محلي پولیسو ترمنځ جکړې زور واخیست. یادي کورنې اوس مهال د شبرغان ښار په سخي اباد، یکه باغ او وعید سیمو ته راغلي او په ناوړه حالت کې ژوند تېروي. وېډیو عالم رحمانیا، اېډیټ ابراهیم صافی
د کندز د پوهنې ریاست چارواکي وايي، په روان کال کې د دې ولایت په کچه د ۶ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۴ لویې لېسې جوړېږي.
خلک وايي کونړ هغه یوازینی ولایت دی چې په کې سیمه ییزو پولیسو ښه نتیجه ورکړې ده. د کونړ امنيي قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي رادیو ته وویل چې دوی ته د کورنیو چارو وزارت څلور سوه نوي محلي پولیس منظور کړي دي. ویډیو روح الله انوري او ایډیټ ابراهیم صافی
په افغانستان کې شااوخوا ۵۰ مؤسسې او بېلابېل بنسټونه د ماینونو د لهمنځه وړلو او عامه پوهاوي په برخه کې کار کوي خو لاهم افغانستان په نړۍ کې د ماینونو د پوښښ له اړخه څلورم او د ماینونو د قرباني هېواد په توګه لومړی ځای لري. طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزارت وايي، په افغا
د افغانستان بانک د دوشنبې په ورځ ۳۶۰ ملیونه افغانۍ زاړه بانک نوټونه وسوځول. د دغه بانک دویم مرستیال محمد قسیم رحیمي وايي، دا پیسې یې یوازې له مرکز کابل څخه راټولې کړي او په نورو زونونو کې هم له خلکو زړې افغانۍ راټولوي او سوځوي یې.
د پروان یو شمېر مسؤلین وايي، د نوي کال له پیل سره به په یاد ولایت کې د روغتیا په برخه کې یو شمېر پراختیایي پروژې پیل کړي. د دوی په وینا په دغه پروژو کې به روغتونونه کلینیکونه او یو شمېر نور صحی مرکزونه شامل وي. وېډیو او اېډیټ احمد هنایش
د بغلان پولیسو د نورو امنیتي ارګانونو په همکارۍ په پلخمري ښار کې د نامسؤله وسله والو په نیولو او د تورو ښیښو لرونکو موټرو په راټولولو پیل وکړ. دغه اقدام که څه هم تکراري دی خو په کلک هوډ تر سره کېږي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ په درېیو کلیو کې چې د وسله والو مخالفینو تر تهدید لاندې دي پوځي عملیات پیل شوي دي. په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال د افغان ځواکونو سره په دغو عملیاتو کې د خبري پوښښ په هدف مل دی. د بشپړ ویډیويي راپور اورېدو لپاره د ښاغلي محمد صادق رښتیني چمتو شوی راپور وګورئ:
په هرات کې اعتراض کوونکي چې د ولايتي شورا د رئيس په ملاتړ وتلي، د دغه ولايت لويې لارې يې وتړلې. دوى د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د اختصاصي محکمې د حکم لغوه کېدل غواړي.
د جوزجان له طبي انسټیټیوټه۲۴۰ نجونې او هلکان د فارمسی، قابلهګۍ، او طبي ټکنالوژۍ په برخو کې له زده کړو فارغ شول. دغه طبي انسټیټیوټ چې په جوزجان کې لومړی خصوصي روغتیايي مرکز دی د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو په کې نجونې زدهکړې کوي. ویډیو عالم رحمانیار او ایډیټ ابراهیم صافی
نور راوښيه