"لراوبریوافغان، لراو بر يو افغان، لر او بر يو افغان" دا له جذبې ډک شعارونه د سې شنبې په مازدیګرپه جلال اباد کې د عدم تشدد د فلسفې سالارخان عبدالغفارخان په مزارد هغه د ۲۷ تلين په مناسبت ویل کېده، چې د ننګرهار د ولایتي چارواکو سربیره ورته له کوزې پښتونخوا څخه هم د بیګم ولي خان په مشرۍ ...
دیارلس کلن بلال چې د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکی دی، یو له هغو کسانو دی چې په دې وروستیو کې د انتحاري حملې لپاره تيار شوى و. دغه نيول شوي ځوانان وايي داسې ذهنيت ورکول شوى و، چې په افغانستان کې جهاد روان دى.
د ولسي جرګې یوشمیر غړي وايي، چې د کابینې د غړو د تایید یا رد پر مهال باید له پوره دقته کار واخیستل شي. ددې جرګې غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ولسي جرګې ته د کابینې د معرفي شوو غړو اسناد ظاهرآ پوره دي، خو کومه څیړنه، چې دوی کړې د یوشمیر کاندید وزیرانو اسناد ستونزې لري.
په افغانستان کې د ناټو د ماموريت له پايته رسېدو سره سم، ايران د دې هېواد په لوېديځ کې خپل نفوذ زيات کړى دى. د ايران زيات نفوذ په هرات ولايت کې ښکاري چې ويل کېږي له ايران سره ژورې کلتوري اړيکې هم لري. په تېره لسيزه کې ايران په هرات کې د شيعه ګانو له طريقه پانګونه او کلتوري فعاليتونه زيات کړي دي
ولسمشراشرف غني نن په رسمي توګه څلوریشت کاندید وزیران او د دوو خپلواکو ریاستونو کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستولپاره معرفي کړل. که څه هم د کابینې په یوشمیر غړو د غیر مسلکیتوب او دوه ګوني تابعیت تورونه لګول شوي؛ خو ولسمشر اشرف غني وایي، له ډیرو مشورو وروسته یې دا کابینه جوړه کړې ده.
ولسمشراشرف غني نن په رسمي توګه څلوریشت کاندید وزیران او د دوو خپلواکو ریاستونو کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستولپاره معرفي کړل. د ازادی راډیو خبریال ولي سباوون د کابینې په اړه د خلکو نظرونه په دې ویډیو کې راټول کړي دي.
په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د فلمونو او سریالونو د دوبلې هنر د پرمختګ په حال کې دی چې فلمونه او سریالونه یې په زړه پورې کړي دي. په وروستیو کلونو کې د بهرنیو فلمونو او سریالونو د دوبلې هنر پرمختګ کړی او یوشمیر خصوصي تلویزیونونه توانیدلي چې د مسلکي غړیو په ګمارلو او د پرمختلو تخنیکي وسایلو...
د قلم مبارزې په نامه ټولنه وايي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې لا هم ګڼ ښوونځي تړلي دي او چارواکي يې په اړه ناسم ارقام ورکوي. دغه ټولنه وايي په دې وروستيو کې يې د افغانستان په څو ولايتونو کې کتابتونونه پرانيستلي چې خلک يې په وړيا ډول کارولاى شي. د دې ټولنې له يوه مسوول مطيع الله ويسا سره صالح م
خو پوښتنه دلته ده چې ولې د انتحاري حملو په حرام ګڼلو سره سره یو شمیر افغان ځوانان دې ته آماده کیږي چې په افغانستان کې انتحاري حملې وکړي.؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره آزادي راډیو له درېو ځوانانو سره چې له انتحاري حملو مخکې نیول شوي خبرې کړي دي.
دا بې ځایه شوي کورنۍ وايي چې په کورونو کې نه خواړه لري او نه هم د ځانونو د تودولو لپاره د سون مواد لري. د ازادۍ راډیو ویډیويي خبریالان د دغو کورنیو د ستونزو د لیدو په خاطر د کابل ښار قمبرڅلور لاري او چمن ببرک ته تللي او دغه ویډیويي راپور يي پرې برابر کړی دی.
یوسف کارګر د کابل د فوټبال په میدانونو کې یوه مشهور څېره ده؛ خو په دې ورستیو کې کله چې یې لودبډلې د جنوبي اسیا د فوتبال په لوبو کې اتلولې وګټله؛ نو د هیواد، سیمې او نړۍ په کچه په یوې پېژندل شوې څېرې بدل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري په پاکستان غږ وکړ، د هغو وسله والو ډلو پرضد دې جګړه وکړي چې د جنوبي اسیا دې هېواد، ګاونډیانو او متحده ایالاتو ته یي ګواښونه مخامخ کړي دي. کري نن په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس کې وویل، په پاکستان کې د اسلامي بنسټ پالو پرضد مبارزه سخته ده او ژر نه ختمیږي.
نور راوښيه