په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، د دې هېواد په انتخاباتو کې به دا ځل هیڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه ونه شي. یان کوبیش نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا انتخابات د افغانستان لپاره مهم دي او افغانان باید په ډیر جرئت سره خپلې رایې وکاروي.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتو کمېسیون د جمهوري ریاست دوه کاندیدان زلمی رسول او ګل اغا شیرزی په کمپاینونو کې د سرغړونې له امله نغدي جریمه کړل. د دې کمېسیون چارواکي وايي، چې یوه کاندید له دولتي امکاناتو ګټه اخیستې او بل یې یوه بل کاندید ته سپکې سپورې ویلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي امنیتي پوستو د حملو د ډیریدو په غبرګون کې د نوموړي هېواد سفیر دې وزارت ته ور وغوښت. د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې دا اقدام د افغانستان د ملي امنیت د شورا له لارښوونې سره سم شوی.
د کندهار په بېلابېلو برخو کې پر ديوالونو د رايې ورکولو پيغامونه انځور شوي ترڅو خلک له دې لارې رايې ورکول ته وهڅول شي. دا کار په کندهار کې د ښکلو هنرونو ټولنې او هنداره مطبوعاتي ادارې او د ټولنیزې پراختیا موسسې په رضا کاره توګه د ملي احساس پراساس ترسره کړي، ترڅو په ټولنه کې يو دود او رواج وګرځي. پر ديوالونو دغه ليکل شوي انځوريز پيغامونه د ښاريانو له هرکلي سره هم مخ شوي دي. دا انځوریز راپور محمدصادق رښتینی رالیږلې.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ارګ ماڼې د نوروز د سیمه یېز جشن کوربه دی خو له ارګ څخه باندې خلک شکایت کوي چې ورځنیو چارو ته یې زیانونه رسیدلي. د پنجشنبې په ورځ د ارګ شاوخوا اکثره بازارونه بند وه او د موټرو په تګ راتک بندیز لګیدلی وو.
د افغانستان او تاجکستان حکومتونو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه موافقت نامې او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه. ولسمشر حامد کرزي چې نن د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې کولې وویل، چې تاجکستان په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان ښه ملګری پاته شوی.
افغان امنیتي مسئولین وایي، په کابل ښار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر سیمه ییز دفتر د حملې هدف، د انتخاباتو د پروسې ګډوډول دي. د وسله والو مخالفینو په دې حمله کې، دوه پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او په مجموع کې اته تنه ټپیان شوي دي. د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
په کندهار کې دولتي چارواکو د افغان ليکوال عبدالرزاق پالوال د صحت پوښتنه وکړه. ښاغلى پالوال له څو ورځو راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت دى. ځينو ليکوالو هيله کړې چې دى دې د درملنې لپاره بل هېواد ته ولېږل شي.
په کابل کې د مدني ټولنې په لسګونو غړو او خلکو د طالبانو له خوا په ملکي خلکو د حملو د زیاتیدو پر ضد یوه اعتراضیه غونډه وکړه. دوی په یوه پریکړه لیک کې وویل چې د ترور د عاملانو او د هغوی د ملاتړو پر ضد د حکومت نرم چلند ددې سبب شوی چې وسلوال مخالفین خپلې حملې زیاتې کړي.
بالاخره د افغان خبریال سرداراحمد، د هغه د میرمنې او دوو ماشومانو مړي د کابل ښار په ده خدایداد سیمه کې خاورو ته وسپارل شول. په دې اړه مراسمو کې د هغه سلګونو خپلوانو، د رسنیو استازو او یوشمېر دولتي چارواکو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څیرکابل کې هم خلکو د نوی کال لومړۍ ورځ په میلو او اتڼو سره ولمنانځله. د دې ښار په کارتې سخي سمیه کې چې هر کال د نوي کال جنډه په کې پورته کیږي د حکومت له خوا رسمي مراسم نیول شوي و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غواړي څو په افغانستان د وسله والو ډله ییزو بریدونو د تنظیموونکو په پیژندګلوې او نیولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي. د جمعې په شپه شاوخوا نهه بجې په کابل ښار کې څلور تنو حمله کوونکو د کابل سرینا په هوټل حمله وکړه.
نور راوښيه