د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د طالبانو یو پخوانی چارواکی ملا اغاجان معتصیم په دوبۍ کې لا درکه شوی دی. ښاغلي معتصم په داسې حال کې نیول شوی، چې په وروستیو کې یې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د سولې په اړه خبرې پیل کړې وې.
د اوکرایین د حکومت لخوا هغه نیټه چې روسي پلوه یاغیانو ته یې د وسلو د سپارلو لپاره ورکړې وه، د یاغیانو له خوا د تسلیمېدو د کومې نښې پرته پوره شوه. د اوکراین سرپرست ولسمشر الکساندر تورچینوف یاغیانو ته خبرداری ورکړی و؛ چې تر نن سهاره پوري د دغه هیواد په ختیځ کې له دولتي ودانیو ووځي کنه نو پر...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو قسمي نتایج اعلان کړل. د انتخاباتو د خپلواک کیمسیون مشر احمد یوسف نورستاني د پایلو د اعلان پر مهال وویل چې؛ دغه نتایج له ۲۶ ولایتونو څخه د راټولو شویو رایو لسمه برخه ده؛ چې دوی یې اعلانوي.
جنرال جوزیف ډنفورډ دا څرګندونې نن په کابل کې د ملي اردو له یوسلواو یوولسمې فرقې څخه د لیدنې په مهال وکړې. ډنفورډ د انتخاباتود امنیت ټینګول د افغان ځواکونو د پیاوړتیا نښه وبلله او ویې ویل چې افغانان دې د افغان ځواکونو په پياوړتیاو باورمن و اوسي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه یا فیفا وايي، چې د شنبې ورځې د انتخاباتو په اړه دوي ته د زرګونو سرغړونو راپور ور رسیدلی. د دې موسسې مشر د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا سرغړاونې په بیلابیلو ولایتونو کې د فیفا د زرګونو څارونکو له خوا ثبت شوي دي.
پولیس او روغتیایي چارواکي وایي، د پاکستان د مرکز اسلام آباد په لمن کې د بمي چاودنې له امله لږ ترلږه ۲۵ کسان مړه او ۳۹ نور ټپیان شوي دي. بم د سبزیو او میوې مارکیټ کې چې د اسلام آباد او راولپنډۍ تر منځ پروت دی؛ چاودلی دی. پولیس وایي، شاوخوا پنځه کیلوګرامه چاودیدونکي مواد د میو په یوه کارټن کې...
دا تهیه مسکن روزنتون دی. هغه ځای چې په سلګونو بې وسه ځوانان او زلمي دیو بل ترڅنګ پکې ژوند کوي. په هیواد کې دورستیو څو لسیزو جریاناتو ګڼ شمیر ماشومانوبې سرپرسته کړل او اوس ځینې دا ماشومان په روزنتونونوکې تر څار اوروزنې لاندې دي.
د اوکراین په ډونیڅک کې روسي پلوو فعالانو چې دغلته یې د سیمه ییز حکومت ودانۍ لاندې کړې ده؛ په دې سیمه کې د” ولسي جمهوریت “ اعلان کړی.دې فعالاتو همدارنګه ویلي دي چې له روسیې سره د اوکراین د ختیځې سیمې د یو ځای کیدو په اړه به ټولپوښتنه ترسره کړي.
د وري شپاړسمه او په کابل کې دا شېبه په شېبه باراني ورځ پای ته ورسېده.د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمدایوب سالنګي په یوه خبري کنفرانس کې امنیتي راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې یو شمیر وسله وال مخالفین په بیلابیلو سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د کابل یو شمېر رایه ورکوونکي د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون له چارواکو د شفافیت جدي غوښتنه کوي. د وري شپاړسمه او په کابل کې دا شېبه په شېبه باراني ورځ پای ته ورسېده.
د کندزوالي غلام سخی بغلاني نن سهار اوه بجو په شاوخواکې په داسې حال کې چې ددې ولایت داستیناف محکي رئیس، امنې قوماندان، دملی امنیت رئيس او یوشمېرنوردولتي چارواکي ورسه ملګري وه.
د راپورونو له مخې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د توقع څخه زیات په ملیونونو افغانانو ګډون کړی دی. د رایې ورکولو په ورځ د هیواد کې په یو شمیر سیمو کې باران اوري او د مخالفینو خطر هم شته خو ډير و خلکو په دې انتخاباتو کې ګډون کړی دی.
نور راوښيه