په کابل کې د مدني ټولنې په لسګونو غړو او خلکو د طالبانو له خوا په ملکي خلکو د حملو د زیاتیدو پر ضد یوه اعتراضیه غونډه وکړه. دوی په یوه پریکړه لیک کې وویل چې د ترور د عاملانو او د هغوی د ملاتړو پر ضد د حکومت نرم چلند ددې سبب شوی چې وسلوال مخالفین خپلې حملې زیاتې کړي.
بالاخره د افغان خبریال سرداراحمد، د هغه د میرمنې او دوو ماشومانو مړي د کابل ښار په ده خدایداد سیمه کې خاورو ته وسپارل شول. په دې اړه مراسمو کې د هغه سلګونو خپلوانو، د رسنیو استازو او یوشمېر دولتي چارواکو برخه اخیستې وه.
د افغانستان د نورو ولایتونو په څیرکابل کې هم خلکو د نوی کال لومړۍ ورځ په میلو او اتڼو سره ولمنانځله. د دې ښار په کارتې سخي سمیه کې چې هر کال د نوي کال جنډه په کې پورته کیږي د حکومت له خوا رسمي مراسم نیول شوي و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه غواړي څو په افغانستان د وسله والو ډله ییزو بریدونو د تنظیموونکو په پیژندګلوې او نیولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي. د جمعې په شپه شاوخوا نهه بجې په کابل ښار کې څلور تنو حمله کوونکو د کابل سرینا په هوټل حمله وکړه.
انجنير احسان الله بيات هغه څوک دی چې په افغانستان کې یې د خپلې پانګونې له لارې په سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده، ده د اریانا راډیو تلویزیون شبکه فعاله کړې ده، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یې جوړ کړی او د بیات په نوم خیریه بنسټ لري چې له دې لارې له بې وزلو سره مرستې کوي.
نن سهار وختي شاوخوا پینځه بجې درنو چاودنو د جلال اباد ښار ولړزاوه، چې وروسته وسله واله نښته هم پيل شوه. دا درنه چاودنه د لومړی امنيتي حوزې په دروازه کې د یوه موټر بم په وسیله وشوه او نور وسله وال حوزې ته ننوتل، چې او د امنيتي ځواکونو سره وسله واله نښته پيل کړه.
د کابل امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي، چې په دغه ښار کې به د نوي کال ورځې په بشپړه امنیتي فضا کې تیرې شي. د کابل د امنیې قوماندانې د جنایې جرمونو سره د مبارزې ریس د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دې ورځې لپاره یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او خلک کولای شي په دې ورځ له ویرې پرته تفریح وکړي
افغان چارواکي وايي له ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته چې امنیتي مسوولیتونو په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي دوی دهېواد امنیتي وضعیت ته خوشبینه دي. دغه څرګندونې لوړ پوړو افغان چارواکو دچهارشنبې په ورځ په کابل کې د پوځي ملی اکاډمي د شپږمې د ورې دافسرانو د فراغت په غونډه کې وکړې.
په کریمیا کې سلګونه تنه تاتاریانو د هغه سړي خاوروته د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ چې ویل کیده د کریمیا د یوځای پر ضد يي اعتراض کړی و.
د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا اوجاپان د افغانستان د زیربنایي پروژو له وجهي صندوق سره ۲۸۶ میلیونه ډالرومرسته وکړه. د افغانستان د مالیې وزارت وايي مرسته شوې پیسې به د اسیا پراختیايي بانک تر څارنې لاندې په افغانستان کې په زیربنايي پروژو ولګول شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي لپاره ځینې مواد نندارې ته وړاندې کړل. نندارچیانو دا نندارتون ګټور وباله او وېل یې چې انتخاباتو ته د خلکو د هڅولو لپاره ډیر موئثر دی.
ځینې کابل ښاریان وايي د ښاروالۍ د کمې پاملرنې له امله په دې ښار کې وړې طبعيي پېښې هم د دې سبب ګرځي چې؛ ځاني او مالي زیانونه له ځان سره ولري.خلک وايي، د یوه کور د چپه کېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او د همدې کورنۍ درې غړي ټپیان دي.
نور راوښيه