د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا اوجاپان د افغانستان د زیربنایي پروژو له وجهي صندوق سره ۲۸۶ میلیونه ډالرومرسته وکړه. د افغانستان د مالیې وزارت وايي مرسته شوې پیسې به د اسیا پراختیايي بانک تر څارنې لاندې په افغانستان کې په زیربنايي پروژو ولګول شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي لپاره ځینې مواد نندارې ته وړاندې کړل. نندارچیانو دا نندارتون ګټور وباله او وېل یې چې انتخاباتو ته د خلکو د هڅولو لپاره ډیر موئثر دی.
ځینې کابل ښاریان وايي د ښاروالۍ د کمې پاملرنې له امله په دې ښار کې وړې طبعيي پېښې هم د دې سبب ګرځي چې؛ ځاني او مالي زیانونه له ځان سره ولري.خلک وايي، د یوه کور د چپه کېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او د همدې کورنۍ درې غړي ټپیان دي.
افغان حکومت وایي، چې د کابل ښار په پغمان ولسوالۍ کې به د نوروز سیمه یېز جشن د حمل په اومه نیټه جوړ شي. د نوروز د سیمه ییزې میلې لپاره د تیارۍ نیولو کمیسون مسوولین وایي، ۱۳۹۳ کال د نوروز د سیمه ییزې میلې لپاره تیارې روانې دي.
نیروهای نظامی روسیه در امتداد سرحدات با اوکرایین تمرینات نظامی شبانه را اجرا کردند. وزرات دفاع روسیه گفته است که در این تمرینات حدود 85 هزار نظامی آن کشور اشتراک دارند. این در حالیست که بارک اوباما گفته است که واشنگتن به خاطر حفظ تمایت ارضی اوکرایین در کنار این کشور خواهدایستاد.
په کندهار کې د ملي امنیت د تحقیق پر څانګې د وسله والو په حمله کې درې وسله وال وژل شوي او د ملي امنیت یو کارکونکی ټپي دی. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند احمد ضیا دراني آزادي راډیو ته وویل؛ چې نښته اوس پای ته رسیدلې ده.
په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ له افغان حکومته وغوښتل، چې د خبریالانو ژوند خوندي کړي. د دې ادارې مسوولانو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که خبریالان ډاډه نه شي او کاري فضا ورته سمه نه وي نو ممکن رسنۍ له انتخاباتو نه هم ښه خبري پوښښ ونه لري.
د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د جنازې مراسم په ارګ کې ادا او د هغه جسد د کابل په بادام باغ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي د جنازې په مراسمو کې ولسمشر حامد کرزي، د جمهوري ریاست ځینو کاندیدانو، یو شمېر کورني او بهرني چارواکو او خلکو ګډون کړی و.
یازدهم سپتامبر مصادف است با سالروز زلزله و سونامی که در سال 2011 جاپان را متاثر ساخت. در اثر این حادثه نیروگاه هستوی فوکوشیما نیز خسارتمند شد. بعد از این رویداد بزودی مقامات حکومتی اعلان کردند که به خاطر جلوگیری از تاثیرات اشعهء رادیواکتیف اطفال زیر سن دوسال نباید روزانه بیش از 15 دقیقه را در بیرون از منازل شان سپری کنند و تا امروز این مدت برای اطفال سه تا پنج سال به 30 دقیقه محدود باقی مانده است. این مجموعهء عکس ها از زنده گی اطفال در فوکوشیما تهیه شده است.
د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال قسیم فهیم د مړینې په دویمه ورځ عام خلک، دولتي چارواکي او د بهرنیو هېوادونو دیپلوماتان په کابل کې د هغه کور ته د دعا مراسمو ته ورتلل. د مارشال فهیم د جنازې د مراسمو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون مسولين وايي، چې ټاکل شوې ده سبا ″سې شنبې″ د ده د جنازې په...
یوناما د افغانستان په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو پر پراخ ګډون ټینګار کوي او وايي په دې برخه کې پرتې ستونزې او امنیتي ګواښونه باید له منځه یووړل شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې جوړه شوې...
په کابل کې د کاناډا سفارت وایي، نړېواله ټولنه د افغان میرمنو د حقونو خوندیتوب ته کار کوي او ډاډ ورکوي چې د ښځو موجوده لاسته راوړنې به ضایع نه شي. د کاناډا سفیرې د ښځو د نړېوالې ورځې په درشل کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوی له ۲۰۱۴ کې وروسته افغان میرمنو ته ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري.
نور راوښيه