د افغانستان محلي لوبې لکه خوسۍ،غیږ نیونه،وزلوبه،توپ ډنډه او داسې نورې لوبې دي چې په کلیوالو سیمو کې اوس هم رواج لري او دا لوبې د کلي ځوانان په ډیر شوق سره تر سره کوي.
په کابل ښار کې خټې او چکړې د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی، کابل ښاریان وايي که باران وشي هم دوی له ستونزه سره مخ دی او که ونه شي هم. د کابل ښار سړکونه مخ پر پخېدو دي، چې ډېري یې پاخه شوي هم دي، خو لا هم ګرد خاورې او خټې یې پر ځای پاتې دي، د خلکو په وینا دا ځکه چې لا تر اوسه کابل ښار د یو منظم کانال سیسټم خاوند نه شو، نو کله چې باران وشي اوبه پر سړکونو ډنډیږي، چې خټې جوړوي او ځای پر ځای بیا وچیږي، چې د موټرونو د تګ راتګ په وخت دوړې ټوله فضا ککړه وي، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل هم ګرځي.
دا حمله د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د فاینست په نامه په یوه سوپر مارکېټ کې وشوه. دا حمله له ماسپښین وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې وشوه چې چارواکو په وینا په کې ۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. د عیني شاهدانو په وینا څو تنه وسله وال دغه سوپر مارکېټ ته چې ډېري وخت بهرنیان د سودا اخیستلو لپاره ورځي ورننوتل او ډزې یې پیل کړې، لاسي بمونه یې وغورځول او له هغو وروسته بیا چاودنه وشوه. د حزب اسلامي ویاند زبیر صدیقي د حملې پړه پر غاړه اخیستې او ویل یې دي چې د دوی اصلي هدف بهرنیان وو.
زرګونه مظاهره چېان پرون په پایتخت قاهره او څو نورو ښارونو کې له امنیتي قواوو سره ونښتل او تېره شپه چې حکومت په ګرڅیدو راګرځیدو بندیز هم لګولی وو، په پایتخت قاهرې، اسکندرې او څونورو لویو ښارونو کې دغو نښتو دوام وکړ. دلته د مظاهرو ځینې عکسونه کتلی شئ.
نوي ملي شورا د ولسي جرګې له انتخاباتو شاوخوا څلور میاشتې وروسته په داسې حال کې چې په هغې کې د درغلیو د ادعاو پر سر لانجې لا پای ته نه دي رسیدلي، د جمهور رییس حامد کرزي له خوا پرانستل شوه. نوي ملي شورا ته په خپلې وینا کې جمهور رییس په تیرو څو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې د افغانستان په لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وکړې خو د تمې پر خلاف یې په تیرو انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاود مسالې په اړه څه ونه ویل.
په نیمروز ولایت کې د ازادي راډیو له خوا راډیو ګانې وویشل شوې
افغانستان یو غرنی هېواد دی او ورسره خوا کې ښه هم سیندونه لري، خو د بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر خلک يي د څښاک د اوبو له ستونزو سره مخ دي او له لیرې ځایونو څخه په خرو،کچرو او په شا د څښاک اوبه راوړي. او یوه د اوبو نل ته په کتار خلک ناست وي او په نوبت ورته خپل د اوبو لوښي ډکوي او کله نا کله پر بې نوبتۍ داسې شخړې رامنځته کیږي چې وژنې هم په کې وشي او د یوه څاڅکي اوبو پرځای خلک په سرو وینو سره ولمبیږي نو هیله ده چې چارواکي دې ستونزو ته جدي پام ونیسي.
نن بیا په سلګونو افغانانو په کابل کې د ايران د سفارت مخې ته مظاهرې وکړې او د افغانانو په وړاندې يې د ایران وروستي اقدامات وغندل. دوی همدارنګه د افغان حکومت ضد شعارونه هم ورکړل چې د دوی په وینا نه شي کولی په ګاونډیو هیوادنو کې د خپلو اتباعو دفاع وکړي . دلته ددې لاریون ویډیو وګورئ:
د پیښې په ځای کې د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې، پیښې څلور تنه وژلي او تر شلو زیات يې ټپیان کړي دي. پیښه د چهارشنبې په ورځ د سهار په اته نیمو بجو، د کابل ښار د علاوالدین په سیمه کې، د رواني ناروغیو د روغتون مخې ته رامنځ ته شوه. دلته تر چاودنې وروسته د پېښې د سیمې ځینې تصویرونه کتلی شئ
د ملي مشارکت جبهې چې له څو نورو سیاسي ګوندونوڅخه جوړه شوې او د کابل ښار سلګونو تنو اوسیدونکو د جمعې په ورځ د ایران د وروستیو کړنو پرضد مظاهرې وکړي. مظاهره کوونکو د ایران د ولسمشر او د نوموړي هېواد د پوځ په وړاندې شعارونه ورکړل او د ایران له خوا یې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو درول او د افغان مهاجرو په وړاندې یې د نوموړي هېواد ناسم او جدي چلند وغانده. مظاهره کوونکو یو پریکړه لیک هم صادر کړ، چې په کې د اسلامي هېوادونو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتل شوي، چې پر ایران خپل فشارونه زیات کړي ترڅو د افغانستان او افغانانو په وړاندې خپل چلند سم او په خپلو ژمنو ودریږي.
د کابل په ځینو سیمو کې خلک د څښلو پاکې اوبه نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي. دلته ماشومان له ښونځي پاتې دي او ټول ورځ کورنو ته د اوبو پر انتقال تیریږي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې پتییلې ده چې د ژمي په سړو شپو ورځو کې له بې وزلو سره د خوراکي موادو او پوښاک مرسته وکړي. په دې مناسبت د پنجشنبې په ورځ په زرګونو خلک د دې خونې مخې ته راټول شوي و، د سوداګرۍ د خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل، غواړي چې د سوداګرۍ د خونې د صندق له لارې، د یولکو پنځوسو زرو امریکایي ډالرو په ارزښت، له درې زرو بې وزلو کورنیو سره مرسته وکړي. بې وزلي، سره له دې چې په دغو مرستوخوښ و، خو له دولت او نورو موسسو یي هم هیله کوله، چې هغوي دې هم ورسره په دې موسم کې مرستې وکړي، ځینو په دې ټینګار کاوه چې مرستې دې په رښتینو مستحقو وویشل شي.
نور راوښيه