د سیپتمبر د میاشتې یو ویشتمه نېټه د سولې له نړېوالې ورځې سره برابره ده، له دغې ورځې څخه په نړېواله کچه لمانځنه کیږي. په کابل کې هم د مدني ټولنو او د افغانستان د ملي المپیک د کمېټې په همکارۍ دغه ورځ ولمانځل شوه
د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د رایې اچونې بهیر نن سهار په اوو بجو په ټول افغانستان کې پیل شو، دغه بهیر په کابل کې هم د حبیبې له لیسې څخه په داسې حال کې پیل شو، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس فضل احمد معنوي هم حاضر و
د کابل ښار اوسېدونکي سهار اوه بجې د رای ورکولو مرکزونو ته لاړل او د خپلې خوښې کاندید ته یې رایه ورکړه. په دغه بهیر کې ځینې ستونزه هم تر سترګو شوې، لکه د جعلي کارتونو کارول، د څارونکو له خوا د خپلې خوښې کاندیدانو ته د رای ورکولو لپاره خلک هڅول او داسې نور. خو بیا هم ډیري خلک په ډېر ویاړ او خوښۍ سره خپله رایه وکاروله. دغه بهیر د کابل ښار په اوومه حوزه کې په پوره څلورو بجو پای ته ورسید.
د ازادۍ راډیو له خوا د زرګونو کوچنیو راډیوګانو د ویشلو لړۍ د پنجشنبې په ورځ له کابل څخه پیل شوه. تمه ده چې د دغې لړۍ په ترڅ کې په کابل او ولایتونو کې په خلکو باندې تر شلو زرو زیاتې راډیوګانې وویشل شي. د ازادۍ راډیو له خوا د زرګونو کوچنیو راډیوګانو د ویشلو لړۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له هلمند څخه د بې ځایه شوېو کډوالو له یوه کمپ څخه پیل شوه.
محمد مسعود حلیم یو افغان خطاط دی، چې شاوخوا شل کاله کیږي، قران پاک خطاطي کوي او تر اوسه یې د کلمې شریفې، غوره نثرونو او شعرونو تر څنګ څلور ځلې قران پاک خطاطي کړی، چې په پنځم ځل هم لګیا دی. له نېکه مرغه د ده ټوله کورنۍ هنرمنده ده او له ده سره په خطاطۍ او میناتورۍ کې مرسته کوي. ده څلور خطاطي کړي قران شریفونه د سعودي عربستان پاچا، د کویټ پاچا د سعودي عربستان کتابتون او د امریکا د ورجنیا ایالت یو کتابتون ته ډالۍ کړي دي.
که څه هم افغان چارواکو ویلي کابل بانک خوندي دی خو بیا هم ددې بانک د دیوالي کیدو اوازې ډېرې شوې . هغه کسان چې په ېد بانک کې یې پیسې ايښي دي اوس ددې بانک مخې ته کتارونه جوړ کړي ، څو خپلې پیسې له بانکه وباسي. دلته یې ځینې ویډیويي تصویرونه کتلی شۍ .
د افغانستان د کرنې او مالداری وزارت په دې وروستیو کې د لبنیاتو د تولید یوه نوی فابریکه ورغوله.
په دې وروستیو څو میاشتو کې په بیلابیلو ولایتونو کې د نامعلومو موادو په وسیله د یو شمېر ښوونځیو د زده کوونکو مسمومیدل، خلک اندیښمن کړي دي. په کابل ښار کې په تیرو څو ورځو کې د دوو ښوونځیو له سلو څخه د ډیرو زده کوونکو مسمومېدلو له پيښې وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې برخه کې یې خپلې څیړنې پیل کړي دي. د افغانستان د کورنیو چارو
په کابل کې دغه نندارتون د روژې د مبارکې میاشتې په ویاړ د هغو ټولنو له خوا چې اسلامي چارو ته کار کوي د یوې اونۍ لپاره پرانیستل شوی. دغې نندارې ته بېلابېلو ټولنو کتابونه وړاندې کړي او همدارنګه د خطاطۍ، انځورګرۍ او نقاشۍ اثار هم ایښودل شوي دي. د نندارې لیدونکي وایي چې د کتابونو بیې ډیرې لوړې دي او ځوانان نه شي کولای چې وایې خلي.
پنتاګون وايي، په عراق کې د متحده ایالاتو د محاربوي ځواکونو ماموریت به له پروګرام سره سم د روانې جولاې میاشتې په پای ختم شي. د پنجشنبې په ورځ د امریکايي ځواکونو وروستۍ مخاربوي لیوا هم له عراق څڅه ووتله. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیب کرولي وویل، په عراق کې د متحده ایالاتو ماموریت له پای څخه ډیر لرې دی،خو د نوموړي په وینا دا ماموریت به زیاتره پر ملکي چارو متمرکز وي. چې ددې چارو لپاره به د دوی زرګونه سرتیري په عراق کې پاتې شي.
د ا چې د بغلان پلخمري نساجي فابریکه د ۷۰ کالو راهیسې مشهور نوم لري ددوي د مسولینو په وینا دې فابریکې ته تر اوسه چا پام نه دی را اړولې .
نور راوښيه