د پامير هوايي شركت يوه الوتكه له كندز څخه كابل ته را روانه وه د غوربند په غرونو كې چې شاخوا ۴۳۰۰متره لوړوالې لري را غورځيدلې وه چې څلور ورځې وروسته يي د الوتكې وموندل پيل شوې چې د قربانيانو د انتقال بهير پيل شو.
په هرات کې د لسګونه میرمنوتر څنګ خلکو په لاریون سره د ایران قنسلګرۍ په ډبرو وویشتله او په هغه هېواد کې یې د افغان بندیانو د اعدام لړی بندیدل وغوښت. لاریون کونکي چې شمیر یې سلګونه اټکل شوی لسګونه ګدونوال یې هغه میرمنې وې، چې په دې وروستیو کې یې په ایران کې د کورنۍ ځوانان اعدام، یا د اعدام حکم پرې شوی دی.
افغان امنيتي چارواكي وايي، چې په كابل ښار كې د نن سهار ځان وژونكې حملې عامه خلكو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. دا حمله نن سهار د كابل ښار په لوېديځ كې د دارلامان پر سړك شوې، چې هدف يې د بهرنيو ځواكونو د موټرو يو كاروان و. د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري ازادي راډيو ته ويلي، چې په دې حمله كې، لږ ترلږه ۱۵ تنه ملكي وګړي، ۶ تنه بهرني سرتېري وژل شوي او اووه څلوېښت نور ټپيان دي. د دې برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.
د جرمني سفارت په کابل کې د موزیک لېسې ته د موسیقۍ ځینې وسایل ورکړل. دا وسايل چې مختلف ډولونه لري، ارزښت يي څه كم درې لكه امريكايي ډالره ښودل شوی دی . د افغانستان د موزېك د ليسې چارواكو وويل، له دې وسايلو سره به د دوى ډيرې مسلكي ستونزې اوارې شي. دلته یې ځینې انځورونه کتلی شۍ
د غويي د مياشتې اتمه نيټه د افغان مجاهدينو د بري د ورځ اتلسمه كليزه د چهارشنبې په ورځ په كابل كې د يو لړ ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ كې ولمانځل شوه . په هغې لمانځغونډه كې چې له همدې امله د كابل په ملي ورزشي لوبغالي كې جوړ ه شوى وه د ولمشر مرستيالانو ، د كابينې غړو ، دملي شورا غړو او يو شمير نورو دولتي او د بهرنيو سفارت خانو چارواكو هم ګډون كړى و .
په كابل كې جوړې شوې نندارتون كې شاوخوا يو سل او پنځوس داسې انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې په كې د افغانانو د كابو يوې پيړۍ د ژوند حالات ښودل شوي. دا نندارتون د اغاخان د ټولنې په همكارۍ د شنبې په ورځ د كابل په بابر بڼ كې پرانیستل شوې، چې د يوې مياشتې لپاره به دوام وكړي.
د ایسلنډ دې اتشفشان په نړۍ کې هوايي شرکتونو ته د سلګونو ملیون ډالرو تاوان اړولی او په زرګونو مسافر یې سرګدانه کړي دي . د بریتانیا، بلجیم، فرانسې، سویس، سربیا .چک حمهوریت او یوشمېر نورو هیوادونو هوايي ډګرونه تر نننۍ دوشنبې(اپریل۱۹) پورې بند دي .
په افغانستان كې لاسي صنايع نه يوازې د هېواد په دننه بلكې د نړۍ په بېلابېلو برخو كې زيات مينوال لري. له لاسي صنايعو څخه خلك او دولت څومره عواېد ترلاسه كوي، د لاسي صنايعو د پرمختګ په وړاندې څه خنډونه وجود لري. ځيني خلك د انسان په تعريف كې وايي، چې دا يو ناطق حيوان دى خو ځيني بيا دا هم وايي، چې انسان يو وسيله جوړونكي حيوان دى او وسيلې ته بيا صنعت وايي. افغانستان يو له هاغو هېوادونو څخه دى، چې د پېړېو پېړېو راهيسي د صنعت په برخه كې خپلې ځانګړې لاسته راوړنې لري خو له بده مرغه تېرو درېو لسيزو جګړو او ناخوالو د دې هېواد صنعت هم بې اغيزې نه دي پريښي.
د یک شنبې په ورځ په کابل کې د ماین پاکۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر (یو ان مکه) په دې اړه په خپل دفتر کې په څو تنو ماشومانو د ماین د ضررونو او ګواښونو په اړه ځیني انځورونه وکښل. دغه ماشومان، چې له بامیان، غزني او کابل څخه راغلي وو، په خپلو انځورونو کې د ماین خطر او ضرر روښانه کړل او له دولت مخالفینو یې غوښتنه وکړه، چې ماینونه دې نه ښخوي، څو دوی وکړای شي په ډاډه زړه خپلو ښوونځیو ته لاړ شي.
نن د نوي کال لومړۍ ورځ یا نوروز د هېواد په ځینو ولایتونو په ځانګړي توګه په کابل ښار کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د جنډې تر پورته کولو وروسته د ملک د ابادۍ، ترقۍ، یوالي او د سولې د ټینګښت لپاره دعاوې وشوې، په دغو مراسمو کې د کابل والي او ښاروال ترڅنګ ځینو نورو دولتي چارواکو، علماوو او په زرګونو کابل ښاریانو ګډون درلود. په بادام باغ سیمه کې هم د نوي کال د لومړي ورځ او د بزګرانو دودیزې میلې په ویاړ ځیني مراسم ترتیب شوي وو، چې د سپورټي او تفریحي نندارو تر څنګ د ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو نندارتونونو هم د خلکو پام ځان ته رااړولی و. د ننني مراسمو په اړه یو تصویروي رپورت دلته کتلی شی.
د یکشنبې په ورځ په عراق کې پارلماني انتخابات له ناکراریو سره مل وو
نور راوښيه