نن د نوي کال لومړۍ ورځ یا نوروز د هېواد په ځینو ولایتونو په ځانګړي توګه په کابل ښار کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. د کابل ښار په کارته سخي سیمه کې د جنډې تر پورته کولو وروسته د ملک د ابادۍ، ترقۍ، یوالي او د سولې د ټینګښت لپاره دعاوې وشوې، په دغو مراسمو کې د کابل والي او ښاروال ترڅنګ ځینو نورو دولتي چارواکو، علماوو او په زرګونو کابل ښاریانو ګډون درلود. په بادام باغ سیمه کې هم د نوي کال د لومړي ورځ او د بزګرانو دودیزې میلې په ویاړ ځیني مراسم ترتیب شوي وو، چې د سپورټي او تفریحي نندارو تر څنګ د ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو نندارتونونو هم د خلکو پام ځان ته رااړولی و. د ننني مراسمو په اړه یو تصویروي رپورت دلته کتلی شی.
د یکشنبې په ورځ په عراق کې پارلماني انتخابات له ناکراریو سره مل وو
د يکشنبې په ورځ په کابل کې د مارچ اتمه یا د میرمنو نړېواله ورځ په داسې حال کې ولمانځل شوه چې ددې هېواد ګڼې میرمنې لا هم د ژوند له بېلابېلو ستونزو سره مخ او له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي . دلته د افغان میرمنو د ژوند ځینې تصویرونه کتلی شۍ
يوشمېرافغان وګړي په ولايتونو او مركز كې د پوليسو له ځينو كړنو څخه شكايت كوي.خو د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي دوي افغان پوليسو ته په مركز او ولايتونوكې روزنيز پروګرامونه پيل كړي، چې دا ستونزه به ډيره ژر هواره شې
په کابل کې په نننېو بریدو او وسلوالو نښتو کې د وروستيو راپورونو پر اساس، لږ تر لږه ١٧ کسان وژل شوي او تر دېرشو زيات نور ټپيان دي، چې په وژل شوېو کې د راپورونو پر اساس شپږ بهرنيان شامل دي. د کابل د پوليسو د جنايي تحقيقاتو مشر سيد عبدالغفار سيدزاده وويل دغه بريدونه، چې وسلواله نښته او ځان وژونکي بريدونه هم ورسره ملګري وو، د کابل په ښارنو سيمه کې پر دوو خصوصي مېملستونونو وشول.
د کابل په نوي ښار سيمه کې نن سهار صافي لانډمارک هوټل ته نژدې ځان وژونکې چاودنه وشوه. د ازادۍ راډيو خبريال له سيمې خبر ورکړ، چې تر چاودنې وروسته د ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي.
په واشنګټن کې د کانګرس په نندارتون کې د ازادۍ راډيو د اوریدونکو یو شمېر اوږده او ښکلې لیکونه نندارې ته کېښودل شول. دغه لیکونه د امریکا د کانګرس کتابتون ته غوره شوي چې د تل لپاره به په کې خوندي شي. ازادۍ راډیو ته هره اونۍ د خپلو اوریدونکو او مینه والو په سلګونو لیکونه راځي، چې د پوهنتون محصلان، بزګران، کلیوال او چارواکي او نور په کې خپلې ستونزې بیانوي، د خپلې خوښې سندرې غواړي او یا هم د خپل زړه حال له راډیو سره شریکوي. دلته ستاسو ځینو لیکونه په عکسونو کې کتلۍ شۍ.
افغان او نړېوال ځواکونه وایي، دا عملیات به تر هغو روان وي، تر څو پورې چې مارجه او شاوخوا سیمي له وسلوالو مخالفینو څخه پاکې شوي نه وي. د دغو عملیاتو له امله د سیمي په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي هم دي،چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وایي، د دغو عملیاتو په لومړېو دولسو ورځو کې شاوخوا اته ویشت ملکي کسان وژل شوي دي.
د افغانستان په تاریخ کې دا لومړنی تعلیمي او تربيه وي سرکس دی، چې د ماشومانو له خوا ماشومانو ته نندارې وړاندې کوي او تر اوسه یې په لسګونو داخلي او بهرنې نندارې وړاندې کړي دي.
ځینو افغان سوداګرو ښځو په کابل کې د ایساف پوځي مرکز کې نن د چهار شنبې په ورځ ځيني لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړل. په دغه نندارتون کې شاوخوا ۳۰ تنو سوداګرو ښځو، قالینې، خامک شوي کالي، له قیمتي کاڼو جوړې شوې ګاڼې، چې په خپله د افغان ښځو د لاس تولید دی نندارې ته وړاندې کړل. افغانې سوداګرې ښځې د دغه شان نندارتونونو په جوړولو هڅه کوي، چې خپل لاسي صنایعو ته وده ورکړي.
نور راوښيه