د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي که څه هم د قطر د بینالافغاني ناستې ګډ پریکړهلیک یو څه نیمګړی بولي، خو ټینګار کوي چې دا یو ښه اقدام دی.
د افغانستان د سولې په تړاو د دوحې بین الافغاني ناسته په یوې داسې موافقې پای ته ورسېده چې ګډونوال یې ترې خوښ دي.
د سیاسي چارو یو شمېر افغان پوهان له دې ډلې سید داوود وايي، امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه یو تفاهم ته رسېدلي نو ځکه خوشبینۍ ډېرې دي.
د کاپیسا ولایت حیات الله د سروبي بند تحویلدار دی، دی وايي چې له درېیو کالو راهیسې نشه کوي او په نشو کې يې خپل کور بايلود.
په افغانستان کې څه د پاسه دوه لکه کسان په نشو اخته دي چې ځیني يې په څو میاشتو کې يو لمونځ هم نه کوي.
له کابله یو پلاوی په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لپاره نن دوحې ته روان دی.
د غزني والي وايي، په غزني کې د کابل- کندهار پر لویه لاره پوځي عملیات پیل شوي دي چې وروسته به د پولیسو او ملي اردو غښتلي بېزونه ورباندې اچوي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې په قطر کې په را روانو بین الافغاني خبرو کې به کوم کسان ګډون کوي، خو په ټولنیزو او نورو رسنیو کې د یو شمېر سیاستوالو نومونه اخیستل کېږي.
د ولسمشر يو سلاکار وايي، په کندهار کې د لمريزې برښنا هغه پروژه چې پرون د چهارشنبې په ورځ پرانېستل شوه، تر ډېره حده کولاى شي د کندهار د صنعتي پارک ستونزې حل کړي.
د ازرې ولسوال حمید الله حمید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که لارې ژر خلاصې نهشي او دې ولسوالۍ ته مرستې ونهرسېږي، نو ممکن بشري ناورین رامنځته شي.
پهداسې حال کې چې د کابل د نننۍ چاودنې مسؤلیت تراوسه پورې کومې ډلې په ځان نه دی منلی، یو شمېر افغان امنیتي کارپوهان وايي، دا چاودنه د قطر په ناسته کې د امتیاز اخېستنې په هدف شوې ده.
د افغانستان نوموتی تېزتوپ اچونکي حميد حسن وايي، غوښتل یې له يو ورځینو نړیوالو لوبو سره د افغانستان په بریا خدای په اماني وکړم، خو بخت ياري و نهکړه.
نور راوښيه