د افغانستان د مخدرو موادو پرضد د مبارزې وزارت هیله لري؛ چې د تاجکستان د پایتخت دوشنبه وروستۍ غونډه د دې پدیدې پرضد د مبارزې په برخه کې ګټوره تمامه شي. د دې وزارت چارواکي وایي، چې د دوشنبې په غونډه کې
د شا و خوا پنځه زره افغان محصلينو په نوښت جوړه شوې د ځوان وينې بانک په نامه يوه ډله وايي له افغان چارواکو يې د سولې په اوونۍ کې تر يو مليون سي سي زياته وينه راټوله کړې ده.
د نورستان پخوانی والي جمال الدین بدر، د امنیې پخوانی قومندان او یو شمېر نور چارواکي د اختلاس په تور په بند محکوم شول. د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څانګې مشر غلام دستګیر رنجبر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،
د افغانستان جمور رییس حامد کرزي تېره شپه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د خپلې وینا په ترڅ کې د امنیت له شوار وغوښتل؛ چې په افغانستان کې له سولې سره د مرستې لپاره دې د وسله والو مخالفینو نومونه له...
د بخښنې نړېوال سازمان وايي، په غزني کې د یوې تنکۍ نجلۍ په درو وهل څرګندوي، چې په دې هېواد کې د ښځو پر خلاف د تاو تریخوالي د له منځه وړلو لپاره مبارزه حتمي ده.
د ولسي جرګې یو غړی رمضان بشردوست وايي، په بیا بیا یې له جرګې غوښتي، چې د هغو ادعاوو په اړه دې څیړنې وکړي، چې ګنې ځینې وکیلان له وزیرانو نه پيسې او یا هم نور امتیازات اخلي.
نن په کابل کې د سولې په اړه کنفرانس ته د پاکستان د مذهبي ګوندونو مشران مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق، د دې هېواد د مسلم لیګ نون ګوند مشر نواز شریف غوښتل شوي و، خو هغوی ورته نه و راغلي.
زلمي رسول پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان پر ختیځو سیمو راکټي حملې د کابل او اسلام اباد اړیکي خرابولای شي.
نن د سولې نړېواله ورځ ده او دا ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کیږي. په همدې مناسبت د سولې عالي شورا هم وایی، چې په هېواد کې یې د سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې لا زیاتې کړي دي.
په سریلانکا کې د کرکټ د شل اورونو په نړېوال جام لوبو کې د هند ملي ټیم افغان ټیم ته ماتې ورکړه.
د سیمه ییزو ارګانونو اداره وایی، چې ډیر ژر به د یو شمېر ولایتونو لپاره نوي والیان اعلان شي. د دې ادارې ویاند بشیر بهرام د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دا ځل نوې څیرې په پام کې نیول شوي او هیله ده، چې له دې نویو ټاکنو سره د دې ولایتونو په چارو کې هم ښه والی راشي.
نور راوښيه