په دې وروستيو وختونو کې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ ولسي پاڅون پيل شوی دی چې تر اوسه پورې يې د دغې ولسوالۍ څو کلي له وسله والو طالبانو څخه پاک کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کابل په پکتیا کوټ سیمه کې د لګیدلي اور له کبله شپږ کسان وژل شوي او له اتیاوو زیات ټپيان دي.
پاکستان پرون په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتي لارې د بیا پرانیستو اعلان وکړ. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان کائره بیګا ناوخته په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، هېواد يې رسماً په افغانستان کې د دیره نړیوالو ځواکونو د اکمالاتي لارې د بیا پرانیستو پریکړه کړې او د ناټو کتارونه به ډیر ژر پردې لاره تګ راتګ پیل کړي.
څه موده کېږي چې په کونړ کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى. د دې ولايت والي وايي د امن د خرابۍ دو علتونه دي، يو د پاکستان له خوا د توغنديو توغېدل او بل کورنۍ ستونزې.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، چې لا هم ایران او پاکستان د سولې د عالي شورا د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي، چې دا پروسه کامیابه شي.
په دې برخه کې په روزګان کې د افغان ځواکونو د وړتیا او دغه راز د دې ولایت پر ځینو ستونزو د ازادۍ راډيو خبریال محمد صادق رښتینی د دې ولایت له والي حاجی امیر محمد اخنذاده او د امنيې له قومندان جنرال مطیع الله خان سره په یوه لنډ بحث کې خبرې کړي.
په دې وروستیو کې د جاپان کیوټو ښار کې د دوشیشه په نوم یوه خصوصي پوهنتون د افغانستان د سولې په اړه يو کنفرانس جوړ کړی و چې د لومړي ځل لپاره په کې د وسلوالو طالبانو استازي هم په څرګنده برخه اخیستې وه.
د خیبر پښتونخوا حکومت دوه میاشتې وړاندې دغو کډوالو ته چې شمیر په سلګونو زرو ته رسیږي خبرداری ورکړی و چې د جون تر پایه دې افغانستان ته ستانه شي
د افغانستان د استخباراتو یا د ملي امنیت عمومي ریاست تايید کړه، چې د تاجکستان د یوه خصوصي شرکت یوه هلیکوپټر یې له دې امله خپل هیواد ته بېرته تلو ته نه ده پریښې، چې له جواز پرته یې په افغانستان کې فعالیت
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تاييد کړه؛ چې د تاجکستان یوه هیلیکوپټر د امنیتي ملاحظاتو له امله تاجکستان ته له تګ څخه منع شوې ده.
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، چې په پاریس کې یي د افغان حکومت له سیاسي او وسله وال اپوزسیون سره د هېواد په سیاسي وضع خبرې کړي.
د افغانستان د کرکټ نولس کلنو ملي ټیم نن د بنګله دیش نولس کلنو ټیم ته په ماتې ورکولو سره د اشیا کپ نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه چې تمه ده نیمه پایلوبه د پنجشنبې په ورځ له پاکستان سره وکړي.
نور راوښيه