ترکمنستان د هند او پاکستان سره د طبيعي ګازو د انتقال د هغه پايپ لاين تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې د ترکمنستان څخه هندوستان او پاکستان ته د افغانستان له لارې د اتلس سوه کيلومترو په اوږدوالي پايپ لاين غزول کيږي.
د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تایید کړ، چې سږ کال اوړی به یې په کابل کې سفیر خپله دنده پریږدي. د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندی ویکتوریا نولاند وویل، هغه د روغتیایي ستونزو له کار پریږدي.
د شیکاګو په سرمشریزه کې د افغان ولسمشرحامدکرزي یو مهم پلان له ناټو سره د اوږدمهالو همکاریو د تړون لاسلیکول دي.
د بخښنې نړيوال سازمان چې مرکزي دفتر يې په لندن کې دى ويلي، د شيکاګو له سرمشريزې سره په يوه وخت به يو بل کنفرانس جوړ کړي، چې د ناټو د مشرانو پام به په افغانستان کې بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته واړوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر عبدالرحيم مندوخېل وايي د شيكاګو په كنفرانس كې بايد پر پاكستان فشار راوړل شي چي د ترهګرۍ مركزونه ختم كړي.
د ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو د قبایلي خوځښت یو مشر سردار اسلم خان مومند وايي دامریکا په شیکاګو کې دافغانستان په اړه د کنفرانس په اجندا کې باید دکوزو پښتنو دسرنوشت او امنیت مسله هم شامله وای
دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، چې له تیرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې د متحدو ایالاتو په مشرۍ په افغانستان کې دیره بهرنیو ځواکونو او پاکستان ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په نسبت خرابې دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره شپه په شیکاګو کې د ترکیې له ولسمشر عبدالله ګل سره په کتنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیکېدو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر تاییدوي، چې له هیواده بهر یو شمیر کړۍ داسې تبلیغات کوي، څو مشرانو جرګه له امریکا سره ستراتیژیک تړون تصویب نه کړي. د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د شنبې په ورځ آزادې راډیو
په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمد عمر داودزی وايي، په ډير جدیت يې له پاکستانه غوښتي چې په دې هېواد کې دیره افغان کډوال باید په زوره ونه ایستل شي.
په پاکستان کې د دیره افغان کډوالو د اوسیدو قانوني موده د روان میلادي کال د دسمبر پر وروستۍ ورځ پای ته رسیږي. په داسې حال کې، چې دغې نيټې ته یواځې اووه ماشتې پاتې دي، خو دا لا نه ده څرګنده چې ایا پاکستان به یوارې بیا دا موده تمدید کړي او که څنګه؟
ویل کېږي، چې د طالبانو په منځ کې د سولې د خبرو پر سر اختلاف زیات شوی دی، د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان وايي چې سخت دریځي طالبان د مسلې د حل لپاره پر خبرو فکر نه کوي خو نرم دریځي، چې ویل کېږي په اکثریت کې دي، غوره بولي چې د افغانستان له حکومت سره د خبرو له لارې شخړه حل کړي.
نور راوښيه