د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د انجونو د ښوونځیو په وړاندې د وروستیو پیښو ترشا د ځینو بهرنیو کړیو لاس دی. د دغه وزارت ویاند امان اله ایمان له ازادۍ راډیو سره په خبرو...
د افغانستان د همبستګۍ ګوند، چې څو ورځې مخکې یې د ثور د اوومې او اتمې ورځو پر ضد په کابل کې مظاهره وکړه وايي، چې اوس ورته د بېلابېلو خواو څخه ګواښونه کیږي. که څه هم د دې ډلې غړو په ښکاره ډول د کومې ډلې نوم نه دی یاد کړی، خو وايي، چې ممکن ورته پخوانیو جهادي مشرانو او وسله والو ګواښونه کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وایې، چې د افغانستان د امریکا ترمنځ د ستراتيژیک سند په اړه د ایران وروستې څرګندونی یوه لاس وهنه ده.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وایي، چې د ایران سفیر ورسره د ستراتیژیک سند په اړه خپله اندیښنه شریکه کړې، خو په رسمي ډول یي په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ملي شورا ځینې غړي وايي چې په کابل کې د ایران نوي سفیر، د افغانستان له مشرانو جرګې څخه غوښتي چې د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې سند دې نه تصویبوي.
پيښور نن د یوه نړېوال نندارتون او سمینار کوربه دی، دغه سمینار او نندارتون د نامتو پښتون ممثل او انځورګر جمال شاه په نوښت او هڅو جوړيږي. جمال شاه، چې په اسلام اباد کې د هنرکدې په نوم د ښکلیو هنرونو د يوې خصوصي اکاډمۍ مسوول هم دی ازادۍ راډیو ته وویل
مخکې په خبرونو کې مو واوریدل، چې سوسیالست مشر فرانسوا هالند د فرانسې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخابات ګټلي دي. د هغه په ټاکل کېدو سره به ایا په افغانستان کې د فرانسې په پوځي ماموریت کې بدلون راشي او د فرانسې او ټولې اروپا پر اقتصادي سیاستونو به د هغه د ټاکنې اغیز څه وي؟
په فرانسه کې نن د جمهوري ریاست د انتخاباتو دوهم پړاو چې سوسیالیست کاندید فرانسوا هولاند او اوسنی جمهور رییس نیکولا سرکوزی په کې سره سیالي کوي جریان لري. احصایې څرګندوي، چې دفرانسوا هولاند پلویان ...
د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د مبارزې رییس ابوبکر رفعي وایي، چې یو شمیر دولتي مامورین یی د اختلاص په تور نیولې دي. په دې اړه په کابل کې د ازادي راډیو خبریال حمید مهمند له ښاغلي ابوبکر رفعي ...
د فرانسې د جمهوري ریاست د دوهمې دورې انتخابات د مې میاشتي پر شپږه نیټه پیلیږي . د انتخاباتو په لومړۍ دوره کې د فرانسې د سوسیالیست ګوند مشر فرانسوا هولاند د اوسني جمهور رئیس سارکوزي په پرتله ډیرې رايي ګټلي دي.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس پر وسله والو طالبانو ږغ کوي، چې افغانستان دې په وینه تویولو نه بلکي په اخلاقو او دعوت خپل کړي. د دې جرګې رئیس وايي، چې په جګړه د افغانستان ستونزې نه حل کیږي
د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو لاسلیکیدل، که له یوې خوا په هېواد کې دننه له پراخ هرکلي سره مخامخ شوې، خو په ورته وخت کې ځینې کړۍ په دې اړه ځینې پوښتنې هم پورته کوي.
نور راوښيه