له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مشر، چې تیره ورځ یې د اوبو او بریښنا وزیر ښاغلی اسماعیل خان د ځمکو او پیسو په اختلاس تورن کړی وو له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې له خپلو خبرو ملاتړ وکړ.
یو شمېر پخواني جهادي مشران وایي، چې د ثور اتمه نیټه چې د مجاهدینود بریالیتوب ورځ ده باید ونمانځل شي. دوي وایي، چې په دې ورځ کې ستونزه نشته بلکې ستونزه په هغو پخوانيو جهادي مشرانو کې ده، چې د مجاهدینو له بریالیتوب نه یې وروسته خپل منځي جګړې پیل کړې.
داداري فساد پرضد دمبارزی دعالی ادارې ريیس عزيز الله لودين نن په کابل کې د اوبو اوبرښنا پر وزیر تورولګاوه چی ، په اداری فساد کی ښکېل دی. ايا دولت دا توان لري چې اسمعيل خان محاکمه کړي؟ دغه پوښتنه صالح محمد صالح د ولسي جرګې له استازې شينکۍ کړوخېل څخه کړې ده
د افغانستان اوامریکا ترمینځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند مسوده پرون په کابل کې لاسلیک شوه. امریکايي چارواکي وايي چې دا سند د افغان ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفرسپنتا او په کابل کې د متحدوایالاتو د سفیر راین کراکر له خوا لاسلیک شو او ټاکل شوې ده
د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د مسودې له نهایي کېدو وروسته افغان حکومت هیله مند دې، چې دا سند به د شیکاګو په کنفرانس کې د دواړو لوریو ترمنځ لاسلیک شي. د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې دا یو الزامي سند دې.
افغانستان د بازار اقتصاد منلی، خو تر اوسه پورې د دې اقتصادي نظام په عملي کیدو کې ډیرې ستونزې موجودې دي. د بازار اقتصاد څه ډول یو سیستم دی او ایا هغه د افغانستان له اوسنیو شرایطو او ځانګړتیاو سره برابر دی.
د افغانستان له طبعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، چې په وروستیو دریو ورځو کې د سیلاوونو له امله د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې دېرش تنه وژل شوي دي. د دغې ادارې مشر محمد دایم کاکړ د یکشنبې په ورځ ازادي
د ناټو سر منشي انډرېس فوګ راسموسن له روسیې غوښتي چې په ۲۰۱۴ م کال کې د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته دې د افغانستان ځواکو په سمبالښت کې برخه واخلي. د ازادي راډیو خبریال احمد شبیر دا موضوع له سیاسي...
ارزګان ولایت چارواکي وایي، په سیمه کې د پنجشنبې د ورځې له ماښام راهیسې سیلاوونه راوتلي، چې څه باندې درې سوه کورونه یې لاندي کړي دي. د پیښې په هکله خان محمدسیند د ارزګان ولایت د اقتصاد له ريیس ...
د راپورنو له مخې د ټاپي د تړون په اړه په اسلام اباد کې تیره ورځ یوه غونډه جوړه شوې وه او د دې تړون په اړه په کې خبرې شوي دي. د ګازو دغه نل لیکه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان له لارې هندوستان ته تیریږي، 2735 کیلو متره اوږدوالۍ لري، چې 1735 کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کي تیريږي.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې چې تېره ورځ پکې وسله والو ځانمرګو بريدګرو له يوې دنګې ودانۍ د پوليسو مرکز له بريد لاندې راوستی و او په بريد کې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله، هماغه ورځ له نږدې څلورو ساعتونو دوام وروسته پای ته ورسېده.
افغان کابینې په خپله نننۍ غونډه کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ یوه استخباراتي ناکامي بللې او ویلي، چې باید په دې اړه پراخې څیړنې وشي.
نور راوښيه