په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر یان کوبیش ویلي چې د افغانستان په مسئله کې د ټولو ښکیلو سیاسي ګونډونو او خلکو په شمول یې د غیر رسمي مذاکرو د پيل پریکړه کړې ده .
په کابل کې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د مستندویه ماموریت چارواکي تايیدوي، چې نن د بامیانو په یکاولنګ ولسوالۍ کې د دوی یوه هلیکوپترې بیړنۍ ناسته کړې او څو تنه کارکوونکي یې سر سري ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کانونو پخوانی وزیر هغه تورونه ردوي، چې ویل کیږي د نوموړي په دوره کې د کانونو په قراردادونو کې اداري فساد او درغلی شوي دي.
د افغان کتونکو برخلاف ځينې پاکستاني کارپوهان د دې هېواد سياستوالو ته د ولسمشر کرزي له خوا د ليکونو استول يو ښه اقدام بولي.
د افغانستان د ملي ایتلاف مشر وايي د پاکستان له خاورې د راکټي بريدونو د مخنيوي لپاره به لازمې هڅې وکړي او نور په افغانستان کې د جنګ غوښتونکي نه دي.
د سوات ملاله یوسفزۍ دا مهال د پاکستان د راولپنډۍ په یوه عصري پوځي روغتون کې په داسې حالت کې چې د رغیدو لپاره يې هیلې او دعاګانې هره شیبه زیاتیږي، بستر ده. پر ۱۴ کلنې ملاله یوسفزۍ باندې د روانې اونۍ...
د افغانستان ددفاع وزارت وایی، چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو سرتیرو د کیدونکو حملو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
په افغانستان کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د جګړې یوولس کاله پوره شوي دي.
د بحران نړیوالی ډلی په يوه نوې څېړنه کې خبردارى ورکړی چی په داسې حال کې، چې له افغانستانه د ناټو په مشرۍ جنګي ځواکونه وځي او افغان دولت په ٢٠١٤م کال کې امنيتي مسووليتونه اخلي، افغانستان به له یوه سخت سياسي بحران سره مخامخ شی.
د ملګرو ملتو د امنیت شورا یو هیات، چې ټاکل شوې وه روانه میاشت کابل ته ولاړ شي، خپل سفر د امنیتي ستونزو له امله وځنډاوه، د افغانستان امنیتي وضعیت دومره د اندیښنې دی؟
نور راوښيه