د ایران حکومت پر امریکا له دې امله انتقاد کړی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ته يې اجازه ور نه کړه چې د نیویارک په یوه روغتون کې د بستري ایراني ډيپلومات ليدنې ته ورشي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ایران رژیم د مالي سرچینو وچول به تر ټولو غوره لاره وي، څو ایران خپله لاره بدله کړي.
ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴مه) د ملګرو ملتونو ۷۴م اجلاس کې په ایران ډېر انتقادونه وکړل.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ نن د ملګروملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي، خو نوموړی پرون په ډاګه کړې چې خبرې به یې تر ډېره پر ایران ورټولې وي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د فارس خلیج د امنیت خوندي کولو لپاره به یو پلان ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي. تهران داسي مهال دا خبره کوي چې د عربستان پر نفتي تاسیساتو تر بریدونو وروسته په سیمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلی.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، داسې نښې شته چې متحده ایالات باور وکړي چې د سعودي عربستان د تېلو د تولید پر سترو چاڼ ځایونو حمله چا کړې ده.
ایران د امریکا هغه تورونه رد کړل چې د سعودي عربستان د تېلو پر یوه لوی چاڼځای برید یې د دوی کار باله.
ایراني چارواکو اعلان کړی چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو د کمولو په برخه کې یې یو بل ګام پورته کړی دی.
د امريکا يوه لوړرتبه ډيپلومات د ١٥ ميلياردو ډالرو په ارزښت ايران ته د مالي اعتبار د حد د تمديد لپاره له بنديزونو د معافيت مسئله رد کړه.
د امریکا د خزانې وزارت پر خپلې وېبپاڼې په یوه اعلامیه کې د ایران د فضانوردۍ پر ادارې، د فضايي څېړنو پر مرکز او د فضايي څېړنو پر یوه انسټټیوټ د بندیزونو اعلان کړی.
ګمان دا دی چې دغه بېړۍ د ایران سپاه پاسداران اړوند ده او د سوریې ولسمشر بشار اسد رژیم ته په غیر قانوني ډول تېل لېږدوي. دا مسئله د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچونو لامل شوې ده.
اروپايي اتحادیې ویلي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د ساتنې لپاره به هڅې جاري وساتي.
نور راوښيه