د دې هېواد ولسمشر حسن روحاني وویل، دښمن له ایران سره خبرې نه، بلکې د زور په ژبه خبرې کوي، نو نور د سولې د خبرو مېز زموږ لپاره مطرح نهدی او پر پوځي وړتیاوو باید باور وکړو.
سرچینې وايي، دا منځګړي له میاشتو راهیسې په پټه د واشنګټن او تهران ترمنځ پیغامونه په دې هیله وړي راوړي چې دواړه لوري به په داسې حال کې خبرې سره وکړي چې د ځینو مسایلو په اړه د دوی دښمني د پراخېدو په حال کې ده.
جرمني د هغو درې اروپایي هېوادونو له ډلې یو دی چې له ایران سرهیې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون لاسلیک کړی او له دغه تړونه د واشنګټن تر وتلو وروستهیې تر اوسه ډېره هڅه کړې چې هغه وژغوري.
د هرمز له تنګي د تېلو بېړۍ او نورې تجارتي کښتۍ تېرېږي او ډېر بیروبار پکې وي.
تهران د لندن هغه پرېکړه چې د تېل وړونکو بېړیو د ساتنې لپاره فارس خلیج ته یوه ډله پوځیان استوي، یو پاروونکی وړاندیز بللی دی.
د هند حکومت پرون د جولای په شپږویشتمه وویل چې ایران هغه دولس هندي وګړي خوشې کړي چې د تېلو د انتقال په یوه بېړۍ کې چې د پانامې تر بیرغ لاندې چلېده، نیول شوي وو، خوشې کړي دي.
بریتانیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه د هغو هېوادونو څخه دي چې لا هم له ایران سره په ۲۰۱۵ م کال کې لاسلیک شوي اټمي تړون ته ژمن دي.
د امریکا ولسمشر د ایران هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې د ایران امنیتي ځواکونو د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې جاسوسان نیولي او یو شمېر یې په اعدام محکوم کړي دي.
د تهران او لندن ترمنځ د دواړو لورو له خوا د تېلو د کښتیو د نیول کېدو پرسر اړیکې ترینګلې شوي دي.
د ایران حکومت پرون د جولاي په نولسمه دا رد کړه چې د امریکا جنګي بېړیو د هرمز په تنګي کې د دوی بې پيلوټه الوتکه ویشتې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر وړاندې د امریکا سیاستونه وغندل او د ولسمشر ټرمپ اداره یې تورنه کړه چې د اقتصادي بندیزونو په لګولو سره یې د بېګناه وګړو ژوند سخت کړی دی.
اروپایي ټولنه وایي، اروپایان د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي تړون کې د ایران سرغړونه ډېره جدي نه انګيري.
نور راوښيه