بریتانیا وايي، دوی درېیمه جنګي بېړۍ هم د فارس خلیج ته استولې څو دغلته د بریتانوي کښتیو ازاد تګ راتګ ډاډمن کړي.
د اروپايي شورا مشر د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا وړاندیز رد کړ چې روسیه دې بیا د اوو سترو صنعتي هېوادونو لېست ته ور وبلله شي.
د ايران اټمي پروګرام او په کشمير کې روانه لانجه ښايي د فرانسې په جنوب کې د دوه ورځنۍ سرمشريزې په بحثونو کې شامل وي.
د هند تر ولکې لاندې د کشمير د سرينګر په شمال کې د شنبې په ورځ ځايي اوسېدونکي لا هم د لګول شويو قيوداتو شاهدان وو.
د القاعده شبکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو تور پورې کړی چې د ایمن الزواهري ښځه او د دې ډلې د دوو وژل شویو وسله والو کورنۍ یې نیولي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د فرانسې له ولسمشر سره وکتل او د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
عمران خان یو کال وروسته له دې چې د پاکستان د صدراعظم په توګه یې د چارو واګي په لاس کې واخیستې، داسې ښکاري چې د سیاسي مشرانو او فعالانو د نیولو او بندي کولو په وسیله د اپوزیسیون د اعتراضونو مخه نیسي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې پاریس د کشمیر حالات له نږدو څاري او ټینګار یې ورباندې کړی چې د دغې وېشل شوې سیمې د دواړو لورو د خلکو حقونو ته باید درناوی وشي.
ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
په سوډان کې مستقله شورا د اردو او مظاهرهچیانو په توافق جوړه شوه او تېره شپه د دې شورا غړو د لوړې مراسم ترسره کړل. تمه ده چې درې کاله وروسته دا حکومت یو ډموکراتیک حکومت ته لار پرانیزي.
د امریکا د کانګرس غړې لیز چیني پر ولسمشر ډونالد ټرمپ غږ کړی چې له طالبانو سره د سولې تړون ونهکړي.
د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف سږ دوبی څو اوونۍ په عام محضر کې نه و را څرګند شوی او له امله یې داسې اوازاې خپرې شوې وې چې هغه مړ شوی دی.
نور راوښيه