وسله والو پيښور ته څيرمه د بریښنا پر یوه سب استیشن حمله کړې او د پولیسو په ګډون اووه تنه يې وژلي دي. امنيتي سرچینې وايي، وسله والو د سب استیشن مهمې برخې ویجاړې کړې هم دي.
د سوريي د حکومت مخالفان وايي چې دوى د دمشق په هوايي ډګر کې یوه ایرانۍ الوتکه غورځولې ده.
د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ملکي یا منتخب حکومت خپله دوره پوره کړه او د پوځیانو له ډنډو یا کودتاه څخه بچ شو. د پاکستان مهم ګوندونه، پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ نواز او تحریک انصاف هلې ځلې کوي
د چېک جمهوريت ولسمشر ميلوس زيمن د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ته ځانګړى ليک استولى او ترې غوښتي يې دي چې، د پاکستان په بلوچستان کې دي د ده د هېواد د دوو تښتول شويو نجونو د را خوشې کولو لپاره جدي هڅې وکړي...
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محصلينو ارګان د بلوچستان په پښتني سيمو کې د تعليم د ودې او په دې برخې کې د ستونځو د له منځه وړلو لپاره مياشتنى تعليمي کمپاين تر لاسه کړ او پرون په کوټه کې د يوې سترې ولسي غونډې په بڼه پاى ته ورسېد....
د چین نوي ولسمشر "شي جین پينګ" نن د چین د خلکو په ملي کانګرس کې وویل؛ چې چین باید خپلو یو اعشاریه درې ملیارده خلکو ته د ښه ژوند د شرایطو برابرولو لپاره د خپلو هڅو څخه راضي نه شي او په کار کې د یوې ...
د کوټې پوليسو يوولس کم عمره کوچنيان نيولي دي، وايي هغوى منلې ده چې د جنورۍ په مياشت کې يې د کوټې پر باچاخان چوک په چاودنه کې لاس درلود. د کوټې د پوليسو مشر مير زبير محمود پرون پخپل دفتر کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل
پاکستاني پولیسو په ختیځ لاهور ښار کې د عیسویانو د استوګنې پر یوه سیمه د مسلمانانو د یوې ډلې په حمله کې د لاس لرلو په تور نژدې یونیم سل کسان نیولي دي. زرګونو مسلمانانو پرون پر بادامي باغ نومې سیمه حمله وکړه...
په پاکستان کې په تېر ٢٠١٢م کال کې پر ښځو د زور زياتي اووه زره پينځه سوه شپاړلس بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي، چې ١٥٩ پېښې يې په بلوچستان کې ثبت شوي دي. د ښځو د حقوقو ټولنې وايي، لا هم ډېرې سيمې شته چې په کې پر ښځو د زور زياتي د مخنيوي لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.
چین غواړي ګوادر بندر چې د پاکستان په ناامنه بلوچستان ایالت کې پروت دی، په سیمه کې د تجارت په یوه مهم مرکز او ښايي حتی په سمندري تاسیساتو بدل کړي.
د ايران د اتمي پروګرام پر سر د دغه هېواد او د نړۍ د قدرتمنو هېوادونو دوه ورځني غونډه پرون په داسې حال کې پای ته ورسېده چې دغو خبرو په اړه خوشبيني څرګنده شوه. دواړو خواوو پرون چهارشنبې موافقه وکړه، چې د سږ کال په اپريل کې يوځل بيا په قزاقستان کې ..
په شمالي وزیرستان کې یو تن ځايي خبريال او د میرانشاه د مطبوعاتي مرکز نوی مشر ملک ممتاز پرون چهارشنبې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.د ځايي دولتي مسوولینو د معلوماتو له مخې ملک ممتاز د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه
نور راوښيه